Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ یوه ځوان په خپل نوښت بېلابېل برېښنايي الات جوړ کړي

د بلخ یوه ځوان په خپل نوښت بېلابېل برېښنايي الات جوړ کړي

Feb 06, 2016 - 15:06

مزارشريف (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۴): په بلخ ولايت کې يو ځوان برېښنايي الې جوړې کړې چې په ورځينو چارو کې ترې کار اخيستل کېدی شي.

دغه ځوان وايي چې بېلابېل برېښنايي سويچونه، سويچينګ ترانسپرمر، د ريموټ په وسيله کارېدونکې برېښنايي وسيله، ترافيکي څراغ او نور برېښنايي توکي جوړ کړي دي.

دغه ځوان سيد حيدر هاشمي نومېږي، ۳۵ کاله عمر لري، په مزارشريف ښار کې اوسېږي او د برېښنا په برخه کې يې تخنيکي زده کړې کړې دي.

نوموړي د سلواغې په ۱۷مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو لسو کلونو د برېښنايي سامان الاتو د جوړېدو پر چارو بوخت دی.

د هغه په وينا، له پيله تر دې دمه يې بار بار هڅه کړې چې د ده له جوړو شوو توکو څخه دولت کار واخلي؛ خو لا ورسره کومه رسمي اړيکه نه ده نيول شوې.

هاشمي، چې له خپلو جوړو برېښنايي توکو يې ترافيکي څراغ پژواک ته وښود، په اړه يې وويل چې دغه څراغ له برېښنايي مزو، وړو وړو بلپونو، پلاستيکي شيشې، عادي برېښنايي سويچ، برېښنايي تختې څخه جوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې په ياده ترافيکي اشاره يې تر ۵۰۰ افغانيو پورې لګښت راغلی چې د افغانستان په ښارونو کې لګېدلې ترافيکي اشارې له ۲۰۰ امريکايي ډالرو څخه ډېره بيه لري.

د هغه په وينا، د ده په لاس د جوړې شوې ترافيکي اشارې د برېښنا لګښت هم کم دی.

هاشمي وويل چې د ده جوړه شوې اشاره په افغانستان کې د اوسنيو کارېدونکو ترافيکو اشارو سره يو ستر بدلون دا هم لري چې د ده اشارې د موبايل له لارې هم کنټرولېدی شي.

نوموړي زياته کړه: ((په ترافيکي اشاره کې يو عادي موبايل لګولی چې کېدای شي له هر ځايه د همدې موبال د سيم کارت شمېرې ته زنګ ووهل شي او هغه رڼا ورکړي  او هم بنده شي.))

د هغه په وينا، نوموړي له يادې برېښنايي الې پرته بېلابېل برېښنايي سویچونه، سويچينګ ټرانسپرمر، د ريموټ په وسيله کارېدونکې برېښنايي وسيله او داسې نورې الې جوړې کړې دي.

هاشمي وويل چې د ده هره جوړه شوې اله په عام بازار کې خورا لوړې بيې لري، خو دی يې په ډېر کم لګښت جوړولی شي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې يې دولت له جوړو شوو الاتو کار واخلي نو په کم لګښت به ورته لا ښې برېښنايي الې جوړې کړای شي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د پژواک له خوا د ياد ځوان په نوښت خوښي وښوده او د ده د لاس ته راوړنو په اړه يې له نوموړي سره د ليدو ژمنه وکړه.

نوموړي وويل، دوی خوښ دي چې په بلخ کې داسې ځوانان شته چې ورته نوښتونه کولی شي.

هغه وعده وکړه چې ياد ځوان به راتلونکې دوشنبې د ولايت مقام اداري ناستې ته معرفي کړي او د جوړو شوو برېښنايي الو په اړه به يې تصميم ونيسي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement