د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني يوه اوسېدونکي د لمر په نوم د مبايلونو نوى پروګرام جوړ کړى

د غزني يوه اوسېدونکي د لمر په نوم د مبايلونو نوى پروګرام جوړ کړى

Feb 07, 2016 - 16:32

غزني ښار(پژواک،۱۸ سلواغه۹۴): د غزني ولايت يو اوسېدونکي د لمر په نوم د مبايلونو يو نوى پروګرام جوړ کړى چې د ځينو ستونزو په حل کې ډيره مرسته کوي.

د موبايلونو دغه نوى سافټ وير (پروګرام) د  غزني ولايت د مُقر ولسوالۍ د لومړۍ سيمې اوسېدونکي اغا ملوک سهار جوړ کړى دى.

د غزني ولايت په مرکز غزني ښار کې د اغاملوک سهار د ستاينې لپاره د سلواغې په ١٨مه غونډه جوړه شوې وه.

اغا ملوک سهار يادې غونډې ته وويل چې له ډيرو هڅو  وروسته يې وکولى شول دغه سافټ وير جوړ کړي.

هغه زياته کړه: (( دغه سافټ وير په ايمرجنسي حالاتو کې ډاکتر، پوليسو او اطفايې ته خبر ورکولی شي، ددغه سافټ وير ځانګړنه داده چې په مستعار نامه  څوک اکاونټ نه شي جوړولی او پولیس په اسانۍ سره کولی شي د کس مرستې ته ځان ورسوي.))

هغه وويل چې د دې پروګرام له مخې خلک کولى شي د خپلو برېښنايي تذکرو له مخې په ټولنيزو رسنيو کې ځانته پاڼې جوړ کړي او خپلو ملګرو سره پرې خبرې او مسج وکړي.

ده وويل: (( ددې سافټ وير له مخې هيڅ نه شي کولى، په مستعار نوم ځانته آى ډي جوړه کړي، ځکه اى ډي يواځې د برېښنايي تذکرو له مخې جوړيږي.))

د هغه معلوماتو له مخې، د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېشلو وروسته خلک کولى شي  د دې سافټ وير له مخې په ټاکنو کې خپله رايه وکاروي او د موبايل له لارې د ټاکنو پروسه هم وڅاري.

ده وويل چې ددې سافټ وير له مخې هيوادوال کولى شي د کانکور ازموينه ورکړي او هم له دې لارې خپله سوداګري پرمخ يوسي.

هغه زياته کړه: (( ددې سافټ وير بله برخه يې بانکينګ ده، چې په دې سره هر څوک کولی شي، چې انلاين پېر او پلور وکړي، له بېلا بېلو ولايتونو او هېوادونو څخه خپل د اړتيا وړ توکي تر لاسه کړي، په څو ورځو کې هغه پېرل شوي توکي ورته رسېږي او هغه د سفر له جنجال  او د وخت له ضایع کېدو څخه ساتي.))

ده وويل چې که حکومت ورسره مرسته وکړي نو دى کولى شي دغه پروګرام ته نوره پراختيا هم ورکړي.

په ياده غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب د پکتيکا پخواني والي محب الله صميم وويل چې په هېواد کې د دغه شان ځوانانو شتون ډير اړين دى.

صميم وویل: (( زه په داسې ځوانانو ویاړم چې داسې لوړ کارونه کوي.))

دغه راز د غزني پخواني والي  فيضان الله فيضان وويل: (( د ځوان قشر ستاينه او د   هغوی د علم او پوهې په ډګر کې د لاسته راوړنو قدر بايد وشي.))

د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز وويل چې د اغا ملک په اړه به له حکومتي مشرانو سره خبرې وکړي ترڅو ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د اغا ملوک سهار د ستاينې په غونډه کې د ولسمشرۍ او اجراييه رياست د سلاکارانو ترڅنګ يو شمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړى و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement