د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"افغانستان د سايبري ګواښونو له اړخه خوندي نه دى"

"افغانستان د سايبري ګواښونو له اړخه خوندي نه دى"

Feb 21, 2016 - 19:55

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): د ملي امنيت شورا مشاوريت وايي، افغانستان له "سايبري" ګواښونو خوندي نه دى او دغه ګواښونه د هېواد مهم ملي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي بنسټونه ګواښي.

دغه مطلب نن د افغانستان د ملي امنيت شورا د سلاکارۍ دفتر رييس ډاکټر محمد عزيز حکيمي، کابل کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د لومړني څېړنيز مرکز (IT Competence) د پرانيستې په مراسمو کې څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه: "پر دې سربېره سايبري ګواښونه هغو هېوادونو ته هم چې ډېر پرمختللي دي او له خپلو ملي بنسټونو د ادارې لپاره له برېښنايي سيسټمونو ګټه اخلي، يو ګواښ دى، خو افغانستان هم له دې خطر خوندي نه دى او د ترهګريزو او ويجاړوونکو بريدونو پر وړاندې زيان منونکى دى."

د هغه په وينا، دغه پديده د يوه جدي ګواښ په توګه د افغانستان ملي ګواښونو په سند کې ځاى شوى دى.

هغه وويل: "ترهګريزې ډلې او سازمان شوي جرمونه، د عايداتي زېربناوو د ويجاړونې په موخه چې معلوماتي، مخابراتي، د برېښنا د وېش شبکې، بانکي او د روغتيايي خدمتونو سيسټمونه په کې شامل دي، کېداى شي خپل بريدونه تر سره کړي او دا هغه ګواښونه دي چې وړاندوينه يې شوې ده."

خو نوموړي څرګنده کړه، چې افغان حکومت په دې اړه د سايبري امنيت ستراتيژي ترتيب کړې او د عملي کولو پړاو ته رسېدلې، چې د ملي امنيت رياست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت يې د عملي کولو په برخه کې عمده رول پر غاړه ولري.

د هغه په وينا، د سايبري امنيت ستراتيژي چې د روان کال په ترڅ کې د ملي امنيت شورا له لوري تصويب شوې، چې عمده موخه يې د ګواښونو پېژندنه او د اوسنيو او راتلونکو ستونزو او ننګونو لپاره اغېزناکو لارو چارو موندنه ده.

هغه وويل، افغان حکومت ځان مکلف ګڼي چې له سايبري ګواښونو سره د مبارزې لپاره په دوامداره توګه خپل اړين ظرفيتونه رامنځته کړي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت کې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ څېړنيز مرکز (IT Competence) رامنځته کول يو مثبت ګام وباله.

دغه مرکز د المان هېواد د څلوېښت زره يورو په لګښت رامنځته شوى دى.

د برلين د تخنيک پوهنتون استاد او د معلوماتي ټکنالوجۍ د ياد مرکز مشر ډاکټر نذير پېروز وويل، دغه مرکز د معلوماتي ټکنالوجۍ او د استادانو او محصلينو د نوښت په ډګر کې زمينه برابروي.

کابل کې د جرمني هېواد سفير مارکس پوټزل (Markus Potzel) وويل، د ياد مهم مرکز له لارې د معلوماتي ټکنالوجۍ مفکورې تنظيمېدلى شي او له هغه وروسته بيا د هېواد ټولو برخو ته رسيږي.

نوموړي زياته کړه، د معلوماتي ټکنالوجۍ څېړنيز مرکز به د پوهانو او خلکو تر منځ يو پول وي.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول علمي ډګر کې د المان له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، د دغه مرکز له لارې به د نوښتګرو محصلينو له استعدادونو او د دوى له نوښتونو ملاتړ کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement