د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هريرود سيند ٨٠ سلنه اوبه ايران ته بهېږي

د هريرود سيند ٨٠ سلنه اوبه ايران ته بهېږي

Mar 27, 2016 - 16:50

هرات ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د هريرود سيند د اوبو تنظيم ادارې چارواکي وايي چې د هرات ولايت هريرود سيند ٩٠ سلنه اوبه ايران هېواد ته بهېږي.

په هرات ولايت کې د هريرود سيند د اوبو تنظيم ادارې سرپرست حسن فضلي نن يوې خبري غونډه کې وويل چې هر کال د سېلابونو موسم کې له هرات څخه ډېرې اوبه بهر بهېږي.

نوموړي د اوبو سم مديريت لپاره د واضح طرحې نه شتون، ايران او ترکمنستان هېوادونو ته د افغانستان اوبو بهېدو اصلي لامل په ګوته کړل.

فضلي زياته کړه: "هريرود سيند درې عشاريه شپږ ميليارده متر مکعبه اوبه لري  چې څه باندې ٩٠ سلنه يې ايران ته بهيږي."

د هريرود د اوبو تنظيم سرپرست څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده د اوبو ماسټر پلان پر يوه طرحه کار وشي چې د دغه ماسټر پلان په تصويب سره ښايي سېلابونه کابو او کنټرول شي.

فضلي د اوبو هر اړخيز مديريت يو اصل وباله او ويې ويل: "د اوبو او انرژۍ وزارت او يا د سيندونو حوزوي او فرعي  رياستونو سکتور په يوازې سر نه شي کولى څو اوبه مديريت کړي؛ اوبه بايد هر اړخيزې مديريت شي."

په ورته وخت کې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو پروګرامونو مشر انجينر فرهاد چې د دريايي حوزې ماسټر پلان جوړولو لپاره هرات ته تللى دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د هېواد اوبو مديريت او کنټرول لپاره مديريت شتون نه درلود.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال اوبه د اړوند ادارو له لوري مديريت کېږي؛ خو د بنسټېزو جوړښتونو لکه د بندونو او نورو جوړ ښتونو کمښت له امله سم مديريت نه دى شوى چې د هغه په وينا دا هم ډېرې بوديجې ته اړتيا لري.

فرهاد وويل: "ماسټر پلان، د يو عمومي تحليل په بڼه ټول هېواد لپاره په پام کې نيول شوى دى، خو اوس غواړو چې دا ماسټر پلان د هرې حوزې په کچه چې اوبه يې بهر ته بهېږي او تر اوسه يې ماسټر پلان نه دى جوړ شوى، ورته جوړ يې کړو."

په داسې حال کې، د اوبو لپاره د ماسټر پلان پر جوړولو کار پيل شوى چې ويل کېږي هر کال د هرات ولايت سرحدي سيمو اوسېدونکي له هريرود سيند څخه د اوبو ترلاسه کولو پر مهال، د ايراني سرتېرو له لوري پرې ډزې کېږي چې ځيني يې وژل کېږي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement