د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له کابل ښاره ٢٠ زره متره مکعبه کثافات ټول شول

له کابل ښاره ٢٠ زره متره مکعبه کثافات ټول شول

Apr 07, 2016 - 19:05

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٥): د فوايد عامې وزارت وايي، چې د کابل ښار د پاکولو په ٩ ورځني حشر کې، له ٢٠ زره متر معکب زياتې خځلې د دغه ښار له ١٤ ناحيو څخه ايستل شوې دي.

د افغانستان د فوايد عامې وزير محمود بليغ نن د ياد ٩ ورځني حشر د پاى په مراسمو کې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه ګام د دولت د عالي اقتصادي شورا د پرېکړې پر بنسټ، چې له کثافاتو څخه د کابل ښار پاکول دي؛ ترسره شوې او له درې مليون افغانيو زيات لګښت پرې راغلى دى.

 د هغه په وينا، دغه حشر چې د روان کال د وري مياشتې په نهمه نېټه د ولسمشر له لوري پيل شو، د کابل ښار له څوارلسو ناحيو څخه پکې ٢٠١٨٧ متره مکعبه خځلې د بګراميو ولسوالۍ ګزک سيمې ته لېږدول شوې دي.

 د کابل ښار ٢٢ ناحيې لري.

 بليغ زياته کړه، دغه حشر د کابل له ښاروالۍ، د سيمې اوسېدونکو او د خصوصي برخې له همکارۍ سره په همغږۍ ترسره شوى چې په دغه حشر کې د دغه وزارت ١٢٠ موټرونه او ١٥٠ کارکوونکي هم په دنده ګومارل شوي و.

هغه وويل: "له اويا سلنه ډېر وسايطو چې په دغه پروګرام کې يې ونډه درلوده، ګډون کړى و؛ د خصوصي سکټور له لوري په داوطلبانه او وړيا ډول سره زموږ په واک کې راکړل شوي و."

 د هغه په وينا، که چېرې د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري رامنځته شي نو د کابل ښار د پاکولو د لګښت کچه راکميږي او په ډېر غوره مديريت سره ترسره کېږي.

 د فوايد عامې وزير وويل، ټاکل شوې چې کابل ښار کې له هرو دريو مياشتو وروسته دا ډول يو حشر ترسره شي.

بليغ دغه راز څرګنده کړه، چې د بګراميو له سيمې څخه هم د ٧٤٨٥ متره مکعبه په اندازه ٤٤٩ موټره کثافات لېږدول شوي او د يادې سيمې د پاکولو کار دوام لري.

 د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې اړونده د نوې خواجه بغرا سيمې يوه اوسېدونکي عزيزالله وويل، چې د دوى په سيمه له يوې مودې راهيسې د خځلو د پاکولو کارونه پيل شوي او د يادې سيمې ډېرى کثافات لېږدول شوي دي.

 هغه وويل: "دا يو ښه اقدام دى، هيله من يم چې په راتلونکي کې هم دا لړۍ دوام وکړي."

 خو د کابل د کلا زمان خان اوسېدونکي محمد نادر وويل، چې خلکو د دغې سيمې په بېلابېلو برخو کې خځلې اچولې او تر اوسه پورې د ښاروالۍ له لوري نه دي پاکې شوې.

 هغه وويل، چې ډېرى خلک خپلې خځلې په سيند کې اچوي او د سيمې خلک ترې ډېر تنګ شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو مني چې په دغه حشر کې يو شمېر سيمې له پاکولو پاتې، خو وايي چې د ښار د پاکولو چارې د ښاروالۍ د تنظيف برخې کارکوونکو له لوري دوام لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement