د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې د مهماتو دوه زېرمې کشف او ضبط شوې

باميانو کې د مهماتو دوه زېرمې کشف او ضبط شوې

Apr 10, 2016 - 14:39

باميان (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): د باميانو ملي امنيت رياست وايي چې د وسله والو مخالفينو د مهماتو دوه سترې زېرمې چې په ورانکاریو کې ترې کار اخيستل کېده، کشف او ضبط شوې دي.

د باميانو ملي امنيت رييس بريد جنرال حيات الله روستازاده نن يوې خبري غونډه کې وويل چې د مهماتو دا دوه زېرمې د کهمرد ولسوالۍ اړوند  د بغلان- باميانو په سرحدي سيمه  کې د ملي امنيت منسوبينو په دوو بېلابېلو عملياتو کې کشف او  ضبط شوې دي.

د نوموړي په وينا، ٨٢ نارنجک غورځنوونکي، د هاوان ٣٧ مرمۍ، ٤ بوشکه يي ماينونه،٢٧ لاسي بمونه، دوه ميزايل ګولۍ، ٤ دانې د راکټ حق سوق او د راکټ ٢٨ مرمۍ له دې زېرمو کې ترلاسه شوې دي.

د باميانو د ملي امنيت مشر وويل: "چې دا مهمات د وسلو د جلابانو له لوري له سمنګان او سرپل ولايتونو څخه د طالبانو لپاره برابر او په ياده سيمه کې ځاى پر ځاى شوي وو؛ خو په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي."

د روستازاده په وينا، طالبانو له دې مهماتو په ترهګريزو بريدونو او نورو ورانکارو کړنو کې کار اخيست.

نوموړي وويل: "ملي امنيت به د ښاريانو د امنيت خوندي کولو لپاره هر ډول هڅې وکړي او د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو ورانکارې کړنې به په نطفه کې شنډې کړي."

د باميانو مرستيال والي محمداصف مبلغ پژواک ته وويل چې د دې دوو زېرنړ په کشف او ضبط سره د وسله والو مخالفينو د څو بريدونو مخنيوى شوى دى.

نوموړي په باميانو کې د امنيت خونديتوب او د نورو ولايتونو لپاره ښه بېلګه وبلله او ويې ويل چې دا ټول د امنيتي ځواکونو د بيدارۍ نښه ده چې شپه او ورځ هڅه کوي څو د وسله والو مخالفينو خوځښتونه شنډ کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement