د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د باميانو پوهنتون محصلين: خپل تحصيل ته دوام نه شو ورکولى

د باميانو پوهنتون محصلين: خپل تحصيل ته دوام نه شو ورکولى

Apr 10, 2016 - 19:12

باميان (پژواک، ٢٢ ورى ٩٥): د باميانو پوهنتون يو شمېر محصلين وايي، چې د ليليې د نشتون او د باميانو په کچه د اوسېدو کوټو کرايه د لوړوالي له امله يې تر اوسه د اوسېدو لپاره ځايونه نه دي پيدا کړي او اړ دي چې خپل تحصيل پرېږدي.

 دغه محصلين وايي، چې د١٣٩٤ پر ١٣٩٥ لمريز کال د کانکور پايلو له اعلان وروسته او د نوي تحصيلي کال په پېلېدو سره د باميانو پوهنتون زرګونه محصلين د ليليې د نشتون له امله د باميانو ښار په کوڅو کې د کرايي خونو د موندنې لپاره سرګردانه ګرځي.

 د هغه په وينا، يو شمېر محصلينو د باميانو ښار په کوڅو کې ځينې داسې کرايي کوټې هم نيولې چې پخوا ترې ځينو هټۍ والو د ګودامونو په توګه ګټه پورته کوله، خو ډېرى شمېر محصلين چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، اوس هم د کرايي کوټو د موندنې لپاره هلې ځلې کوي.

 د محمد حسين په نوم يو زده کوونکى چې سږ کال يې د باميانو پوهنتون د کرهنې پوهنځي ته لاره موندلې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا باميانو ته راغلى او د کرايي کوټو د موندنې په هڅو کې دى، خو تر اوسه پورې يې د اوسېدو لپاره کومه کرايي کوټه نه ده موندلې.

هغه زياته کړه: "د ښار په کوڅو کې د ډېرو خرابو کوټو بيه هم درې-څلور زره افغانيو ته رسېدلې او د يوه محصل له لوري د دومره پيسو ورکړه ستونزمنه ده او زه له دې پخوا نه پوهېدم چې د باميانو پوهنتون ليليه نه لري، ګني نو هيڅ به مې انتخاب کړى نه و، ځکه د دومره پيسو د ورکړې توان نه لرم نو اړ يم چې پوهنتون پرېږدم."

 د باميانو پوهنتون محصلې نجونې هم له يادې ستونزې سره مخ دي.

 د کانکور ازموينې له لارې يوې بلې نوې بريالۍ شوې محصلې مريم وويل، د نجونو لپاره ډېره سخته ده چې ټوله ورځ د کرايي کوټې لپاره وګرځي او بيا ورته پيدا هم نه شي.

 هغې زياته کړه: "له بده مرغه باميان د يوه کلي په څېر ده او ډېر کم امکانات لري او کله چې يو ښار د زرو محصلينو د ځاى پر ځاى کېدو وړتيا نه لري نو بايد د لوړو زده کړو وزارت دغه ستونزه په پام کې نيولې وى."

 د باميانو پوهنتون علمي مرستيال محمد امين جويا وويل: "منو چې په دې برخه کې جدي ستونزه شتون لري، خو ستونزه له هغه ځايه رامنځته شوې چې د ليليې په برخه کې مرکزي دولت پام نه دى کړى."

هغه وويل، چې د باميانو پوهنتون ليليه د ٤٥٠ هلکانو او ٥٠ نجونو لپاره ځاى لري، خو په داسې حال کې د دغه پوهنتون د محصلينو شمېر له شپږ نيمو زرو محصلينو اوړي، چې له دې ډلې يې ١٦ سلنه نجونې تشکيلوي.

نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د باميانو پوهنتون د جذبولو وړتيا ١٢ سوه کسان و، خو د لوړو زده کړو وزارت دغه پوهنتون ته ١٨ سوه نوي محصلين ورپېژندلي دي.

 د باميانو پوهنتون علمي مرستيال د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "له بل لوري د خلکو او د کورونو او هټيو د مالکانو بې انصافۍ محصلين له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او په دغې برخې ته بايد سيمه ييزه اداره او هم مرکزي دولت پام وکړي ګني نو ګڼ شمېر محصلين به له زده کړو پاتې شي."

 ورته مهال د باميانو والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک ته وويل، سيمه ييزه اداره هڅه کوي، څو د محصلينو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي او د کورونو او خونو له مالکانو سره په تقاهم يوه عادلانه کرايه په پام کې ونيول شي.

هغه زياته کړه: "زموږ له وسه چې هر څه کېږي، د محصلينو لپاره يې کوو، خو اساسي ستونزه د مرکزي حکومت له خوا ده، چې د باميانو پوهنتون محصلينو د ليليې لپاره يې د اړتيا وړ بوديجه په پام کې نه ده نيولې."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement