د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار يو ځوان د کونړ له لرګيو ښکلاييز توکي جوړوي

د کندهار يو ځوان د کونړ له لرګيو ښکلاييز توکي جوړوي

May 05, 2016 - 15:42

کندهار (پژواک، ١٦غويی ٩٥): د کندهار يو ځوان له لرګيو بېلابېل ښکلاييز او هنري توکي جوړوي چې په دې وروستيو کې يې په دغه ولايت کې ډېر مينه وال موندلي دي.

دغه ځوان وايي. له لرګيو څخه په هنري بڼه د افغانستان نقشې، ملي نښان او بيرغ، د هېواد د ملي مشاهيرو او تاريخي سيمو انځورونه، ساعتونه، قلمدانۍ، ديني سپېڅلې کليمې او نور جوړوي چې خلک يې په خپلو کورونو، دفترونو او نورو ودانيو کې د ښکلا په موخه لګوي او له ليدو يې خوند اخلي.

د ده په خبره، د شبکه کارۍ د دغه هنر له لارې له يوې خوا خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه برابروي او له بلې خوا د خلکو د ذوقونو د پاللو او هغوى ته د وطندوستۍ، امن او ملي روحيې د ورکولو هڅه کوي.

د عبدالمالک په نوم دغه ځوان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د شبکه کارۍ په برخه کې کار کوي او له دې هنر سره يې هغه وخت مينه پيدا شوه چې د کندهار په ميخانيکي ليسه کې يې د نجارۍ په برخه کې زده کړې پيل کړې.

هغه زياته کړه: ((په يوولسم ټولګي کې وم چې د خپلو زده کړو تر څنګ مې د کندهار د ميخانيکي ليسې د نجارۍ په څانګه کې هم زده کړې پيل کړې، که څه هم هلته د عمومي نجارۍ په اړه زده کړې راکول کېدې، خو ما يې هنري اړخ را ټينګ کړ او ډېر مهال به مې له لرګيو هنري او ښکلاييز توکي جوړول.))

د ده په خبره، دا چې له ماشومتوبه يې له هنري او ذوقي کارونو سره مينه وه نو له ډېرو هڅو او تلاښ وروسته يې خپله ورکه همدلته ومونده او د خپلو ملګرو له خوا تشويقېده.

دى وايي، هغه شېبې يې تر اوسه يادې دي چې څو کلونه مخکې يې د زده کړې پر مهال خپل هنري توکي د کابل په يوه نندارتون کې نندارې ته ايښي وو او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو له منځه يې دويم مقام تر لاسه کړ.

هغه دا هم وويل چې په دې موده کې يې له بېلابېلو ادارو ستاينليکونه هم ترلاسه کړي او د کندهار د ميخانيکي لېسې د نجارۍ له څانګې په لومړۍ درجه فارغ شوى.

ده زياته کړه: ((که څه هم مخکې يې دغه هنري کار په خپل کور او د زده کړې په ځاى کې تر سره کاوه، خو شاوخوا پنځه مياشتې کېږي چې په کندهار ښار کې يې دوکان پرانيستى او د شبکه کارۍ هنر مخ ته بيايي.))

دى وايي، په دوکان کې يې دوه وروڼه هم کار ورسره کوي او د خلکو له غوښتنې سره سم له لرګيو هنري توکي جوړوي او پر هغوى يې پلوري.

د ده په خبره، په لومړيو کې خلک له دې هنر سره بلد نه وو، ځکه په دې برخه کې ځانګړى ادرس موجود نه و، خو له کله چې يې دوکان پرانيستى او خلک د هغه په لاس جوړ شوي هنري توکي ويني نو لېوالتيا يې ډېرېږي او له خپلې خوښې سره سم د بېلابېلو توکو د جوړولو غوښتنه ورڅخه کوي.

نوموړي وويل، په دې وروستيو کې يې هنر ګڼ مينه وال موندلي دي.

دى وايي، د شبکه کارۍ هنر تر ډېره د يو چا په ښه ذوق پورې اړه لري چې د لاس په وسيله تر سره کېږي او له يوې کوچنۍ ارې او يو شمېر محدودو وسايلو په کې کار اخيستل کېږي.

دغه ځوان وايي چې د شبکه کارۍ لپاره يوازې د ارچې لرګى کاروي چې له کونړ ولايت څخه راوړل کېږي.

د ده په خبره، د کونړ د ارچې لرګى په ښايست، صفاوالي، نرموالي او مقاومت کې په نړيواله کچه مشهور دى چې په ښه توګه په کې کار کېږي او خوښوونکي يې ډېر دي.

دى وايي، د ځينو هنري توکو پر جوړولو ورځې ورځې کار کوي، ځکه دا کار ډېر لطافت او ظرافت غواړي او په دې توګه يې ارزښت نور هم ډېرېږي.

د نوموړي په وينا، که څه هم ځيني توکي د خلکو په غوښتنه جوړوي، خو په خپله هڅه کوي د هېواد نقشې، ملي نښان او بيرغ، د تاريخي سيمو او ملي مشاهيرو انځورونه په بېلابېلو ښکلو بڼو جوړ کړي، څو له دې لارې په خلکو کې له هېواد سره مينه او ملي حس پياوړى شي.

ده وويل: ((زموږ هېواد له جګړو، ناامنۍ او ناخوالو سره مخ دى، په دغسې شرايطو کې بايد فن او هنر د هېواد د غوره راتلونکې، امن او هيله مندۍ لپاره وکارول شي او خلکو ته مثبت پيغام ورکړاى شي.))

په همدې بنسټ ده يادونه وکړه چې هنر يې د خلکو د ذوقونو په پاللو کې ډېره مرسته کوي، هغوى ته سکون او خوښي ورکوي او په دې توګه يې ذهنونه له تشدد او افراطيت څخه مينځي.

هغه د دې تر څنګ له خپل دې کاره په دې هم خوښي وښوده چې دومره عايد لاس ته راوړي څو د خپلې کورنۍ ورځنى ژوند پرې وچلوي.

نوموړي ټينګار وکړ چې ځوانان بايد د ګيلو او شکايتونو پر ځاى په خپلو کارونو او چارو کې نوښتونه راولي نو کولاى شي د ځان تر څنګ ټولنې ته هم بدلون ورکړي.

ده وويل، لويه هيله يې دا ده چې خپل دغه هنر نورو ځوانانو ته هم ولېږدوي، څو هغوى دغه هنر زده کړي، له دې لارې په کار بوخت شي او د هغوى په لاس جوړ شوي هنري توکي او اثار نه يوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواده بهر هم مينه وال ولري او افغانستان په ښه نوم ياد شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement