د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنیزو اصلاحاتو د فرمان په اړه د ګډې کمېټې ناسته بې پایلې وه

د ټاکنیزو اصلاحاتو د فرمان په اړه د ګډې کمېټې ناسته بې پایلې وه

Jul 19, 2016 - 16:47

کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): په داسې حال کې چې سبا د ملي شورا د اوړي رخصتۍ پيلېږي، د ملي شورا ګډ پلاوي ونه شو کولى چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه نظري اختلافات حل کړي.

که چېرته ولسي جرګه ونه شي کولى چې سبا ته د دغه فرمان په اړه تصميم ونيسي يا د دوبي رخصتۍ ونه ځنډېږي، يا هم ولسمشر د رخصتيو پر مهال د ملي شورا فوق العاده ناسته ترسره نه کړي، دا فرمان به د رخصتيو تر پايه پورې د يوې نيمې مياشتې لپاره بې برخليکه پاتې وي.

ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک له مهمو مواردو ګڼل کېږي، ولسمشر په همدې موخه دوه ځلې تقنيني فرمانونه صادر کړل چې د ولسي جرګې له رد سره مخ شول.

د نوموړي لومړى فرمان د مشرانو جرګې له خوا هم رد شو، خو دويم فرمان يې د روان کال د چنګاښ په اتمه تاييد کړ. پر همدې بنسټ د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، دغه موضوع ګډ پلاوي ته وړاندې شوه.

په ياده ماده کې راغلي: ((كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړو لپاره يې د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ پلاوی ټاكل كېږي. د پلاوي پرېكړه د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي. كه ګډ پلاوى ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى ګڼل كېږي. كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي.))

ګډ پلاوي له دواړو جرګو لس غړي لري، نن يې لومړۍ ناسته وکړه، خو د مشرانو جرګې دويم مرستيال او د ياد پلاوي غړي حسيب الله کليمزي پژواک ته وويل چې پلاوى په نننۍ غونډه کې ونه توانېد چې نظري اخلافات لري کړي.

هغه وويل چې په دې ناسته کې واړو جرګو پر  خپل پخواني دريځ ټينګار درلود او د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې ولسي جرګه کولى شي چې د خپلو دوو ثلثو رايو پر بنسټ په دې اړه تصميم ونيسي.

د ولسي جرګي د منشي نايب عرفان الله عرفان پژواک ته وويل چې ولسي جرګه به په دې اړه د سبا ورځې ناسته کې په دې شرط تصميم نيولى شي چې د جرګې دوه ثلثه غړي په عمومي ناسته کې شتون ولري.

د هغه په خبره، له دې پرته به دا موضوع له دوبنيو رخصتيو وروسته شا ته وغورځېږي.

د اساسي قانون له مخې، د ملي شورا يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي او که چېرته ونه ځنډېږي، د ياد تقنيني فرمان په اړه د ګډ پلاوي کار هم ځنډېږي.

مسلميار زياته کړه چې که ګډ پلاوى په نننۍ ناسته کې د اختلافاتو د حل په اړه نهايي پايلې ته ونه رسېږي، مشرانو جرګه به سبا ته د دوبنيو رخصتيو د پيل يا ځنډولو په اړه  يوه فوق العاده ناسته کې تصميم ونيسي.

 

د يادونې ده چې د اساسي قانون د ١٠٧ مې مادې پر بنسټ، د ملي شورا فوق العاده ناستې د رخصتيو په ورځو کې هم د ولسمشر په امر جوړېدلى شي.

 

مسلميار وويل، ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني نن شپه د ملي شورا له غړو سره ناسته ولري.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement