د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې له داعش څخه نيول شوو سيمو کې نوې پوستې جوړېږي

ننګرهار کې له داعش څخه نيول شوو سيمو کې نوې پوستې جوړېږي

Jul 28, 2016 - 17:11

جلال اباد(پژواک،۷ زمری ۹۵): چارواکي وايي، په ننګرهار کې يې د داعش پر ضد د "قهرسېلاب"  په نوم تصفيوي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې به يې د پوليسو نوې پوستې جوړې شي.

دا عمليات تېره شپه د کوټ، نازيانو، اچين او هسکې مينې په ولسواليو کې پيل شول او ويل کېږي  چې نورو ولسواليو ته به هم وغځېږي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ٧مه، په دې تړاو خبري کنفرانس ته وويل،د دې  عملياتو پر مهال به له داعش څخه په نيول شوو سيمو کې نوې پوستې جوړې شي.

مشرقيوال وايي: ((دا عمليات د تېرو عملياتو دويم پړاو دی او د داعش  تر ختمولو به دوام ولري.))

  د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين اقافقيري وويل: ((د قهر سېلاب عمليات د ولسمشر د امر په اساس پيل شول، د کډو څواکونو له لوري د هوايي ځواک په ملاتړ ترسره کيږي.))

شيرين اقاوايي، په تېرو څو ورځو کې افغان کومانډو ځواکونو په کوټ کې د  داعش د سوق ادارې مرکزونه له منځه وړي   او په نوو عملياتو کې به نورې سيمې  هم تصفيه شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء خوږياڼي چې په خبري غونډه کې يې ګډون کړى و، وويل چې د دې عملياتو لپاره سيمه ييزه اداره پوره چمتولی لري، که په سيمه کې مرستو ته اړتيا شوه موږ ورته مرستې برابرې کړې دي.

د والي وياند وايي، چې ياد عمليات به د وسله والو د ځپلو تر مهاله دوام ولري او د اړتيا په صورت کې به نورو ولسواليو ته وغځېږي.

خوږياڼي زياته کړه: ((په تېرو عملياتو کې داعش تېښتې مجبور شول او کوښښ کوي چې له جګړې لاس واخلي او تسليم شي، د داعش ډېر مرکزونه هم په نښه او له منځه  لاړل.))

د يادو چارواکو په وينا، په ننګرهار کې د داعش پر ضد عمليات  ښې پايلې لري او هوايي بريدونه هم ګټور تمام شوي دي.

داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement