د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کوټ د تصفيه شوو سيمو کورونو کې د داعشيانو مړي موندل شوي"

"د کوټ د تصفيه شوو سيمو کورونو کې د داعشيانو مړي موندل شوي"

Jul 30, 2016 - 15:07

جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د تصفيه شوو سيمو په کورونو کې د داعش وسله والو  لسګونه مړي موندل  شوي دي.

په کوټ او ورڅېرمه ولسواليو کې د "قهرسېلاب" چاڼيز عمليات پيل شوي چې د چارواکو په وينا، تر اوسه په کې ډېرې سيمې چاڼ شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د امنيتي ادارو له وياندويانو سره د زمري په ۹مه خبري کنفرانس کې وويل، ياد عمليات په برياليتوب روان دي.

هغه زياته کړه: ((خلکو سره داسې پوښتنې وې چې په کوټ کې د عملياتو پر مهال د وژل شوو لسګونو داعشيانو جسدونه چېرته وړل کېږي، خو د قهر سېلاب په تصفيوي عملياتو کې د ځايي کورونو د پلټنو پر مهال د لسګونه داعشيانو مړي موندل شوي چې وسله والو هلته پټ کړي وو.))

خوږياڼي يادونه وکړه، سيمه ييزه اداره به ډېر ژر د دغو وژل شوو وسله والو ويډيويي فلمونه او انځورونه خپاره کړي.

د والي وياند زياتوي،  د کوټ په يو شمېر سيمو کې دا کورونه د جګړې له امله خالي شوي وو او داعش وسله والو ترې د سنګرونو په ډول کار اخيست.

بلخوا د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرين اغا فقيري وويل: ((په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يادو عملياتو پر مهال ۳۶ داعشیان وژل شوي، ۱۷ ټپيان دي او اوه يې نيول شوي دي.))

فقيري زياتوي، د قهرسېلاب عملياتو پر مهال د کوټ کابو ټولې سيمې تصفيه شوې او په  ورڅېرمه ولسواليو کې هم دا عمليات روان دي.

بلخوا د ننګرهار د امينې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي، د قهرسېلاب د عملياتو سر هم مهال په جلال اباد ښار او ورڅېرمه سيمو کې هم چاڼيز عمليات پيل شوي.

مشرقيوال وايي: ((تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې امنيتي سرتېرو څلور شکمن کسان نيولي او همداشان په ښار او نورو سيمو کې ورته عمليات روان دي.))

د ننګرهار د والي وياند بيا يادونه وکړه: ((د قهرسېلاب عملياتو کې له پيل څخه  تر ننه پورې ۷۸ داعش وژل شوي او ډېرې سيمې ترې پاکې شوې دي.))

د والي وياند يادونه وکړه، د تصفيه شوو سيمو لپاره همدا نن مرستې ورلېږل شوې او بېځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement