د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: د ننګرهار وضعيت ته دې پاملرنه وشي

مدني فعالان: د ننګرهار وضعيت ته دې پاملرنه وشي

Jul 30, 2016 - 19:39

جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۹۵): د ننګرهار ځينو مدني فعالانو پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې د دې ولايت وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په چارو کې د سيمه ييزې ادارې بېغوري، ناسم امنيتي وضعيت، د ځمکو د غصب نه مخنيوى او د فساد پر وړاندې مبارزه کې نه جديت هغه څه دي چې مدني فعالانو پر نيوکې کولې.

مدني فعال عبدالرحمن معاون په دې تړاو غونډه کې د ننګرهار والي تورن کړ، چې ګنې په چارو کې بريالی نه دی او اصلاحات يې رانه وستل.

ده وويل: ((موږ سيمه ييزې ادارې ته ويلي وو، چې د فساد او انسان تښتونې په وړاندې مبارزه کې جدي شئ، خو تراوسه نه کوم کس په فساد کې نيول شوی او نه هم د انسان تښتونې پېښې کمې شوې دي.))

نوموړي يادونه وکړه چې له ډېرې مودې راهيسې په ننګرهار کې ټولګټې پروژې نه دي پلي شوي.

هغه وايي: ((حکومت دې د ننګرهار په اداره کې اصلاحات راولي، که نه موږ به لاريونونه وکړو.))

بل مدني فعال نوراغا ځواک وويل: ((په ننګرهار کې امنيت وضعيت خراب دی او ادارې فساد په کې اوج ته رسېدلی دی، موږ له دې حالته ځورېږو.))

ده يادونه وکړه چې د ننګرهار په سيمه ييزه اداره کې بدلون ته اړتيا ده او بايد اصلاحات په کې راشي.

د نوموړي په وينا، سيمه ييزه اداره د امنيتي وضعيت په کابو کولو کې پاتې راغلې، مرکز حکومت بايد په دې تړاو پاملرنه ولري.

اخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياني پژواک ته وويل: ((که يو شمېر مدني فعالان د ننګرهار ادارې د بېغورۍ او ناسم مديريت په تړاو اسناد لري، وړاندې دې يې کړي.))

ده زياته کړه، يو شمېر مدني فعالان د خپلو شخصي غوښتنو لپاره له څه وخت راهيسې د سيمه ييزې ادارې پر وړاندې ناسم تبليغات کوي.

د والي وياند وويل: ((ننګرهار کې لسګونه انسان تښتوونکي نيول شوي او يو شمېر يې کسان د تښتوونکو له منګولو راخوشې شوي، دا پېښې اوس په نشت حساب دي، په لسګونه جريبه ځمکه له غصب څخه راوګرځول شوې او عاملين يې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.))

ده يادونه وکړه، چې په دې وروستيو کې امنيت وضعيت د ډاډ وړ دی او په ناامنو سيمو کې هم وسله وال محدود شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement