د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي اخته دي

ننګرهار کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي اخته دي

Jul 31, 2016 - 17:37

جلال اباد(پژواک،۱۰ زمری ۹۵): چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي ناروغۍ اخته دي او که درملنې ته يې سمه پاملرنه ونه شي ممکن دا کچه لوړه شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د ژېړي (هيپاټايټس ) د څانګې متخصص ډاکټر نورحسن بشريار د ژېړي د نړيوالۍ ورځې په نمانغونډه کې وويل، په تېرو څلور کلونو کې په ننګرهار کې ۹۸۱ د ژېړي پېښې ثبت شوې دي.

بشريار يادونه وکړه: ((په ننګرهار ولايت کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي ناورغۍ اخته دي.په دې کې درې عشاريه اووه يې هيپاټايټس بي او دوه عشاريه يو يې هيپاټايټس سي دي.))

هغه د ننګرهار ولايت د ټول نفوس شمېر ونه ښوده.

نوموړي زياته کړه : ((په تېرو څلورو کلونو کې په ننګرهار کې ۹۸۱ د ژېړي پېښې ثبت شوي  ، که خلک خپلې درمنلې ته سمه پاملرنه ونه کړي ممکن دا شمېره لوړه شي.))

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مرستياله ډاکټره مقدسه معراج وايي چې د ژېړي ناورغۍ د مخنيوي لپاره په سيمه ييزه کچه هڅه ګړندۍ شوې ده.

معراج وايي: ((موږ په سيمه ييزه کچه د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کړي، څو خلک پوه شي چې له ژېړي څخه ځان وژغوري.))

د نوموړې په خبره، په ننګرهار ولايت کې د ژېړي د مخنيوي واکسين ترسره کېږي او دا واکسين هغو ماشومانو ته ورکړل کېږي  چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي.

 د ننګرهار ولايت مقام په استازي استاد اکبر شېر په دې تړاو غونډه کې پر مرسته کوونکو ادارو غږ وکړ  څو د دې ناورغۍ د مخنيوي په برخه کې مرستې او همکاري وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement