د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کوټ تصفيه شوو سيمو کې ۵۰۰ سيمه ييز پوليس په دنده ګومارل کېږي"

"د کوټ تصفيه شوو سيمو کې ۵۰۰ سيمه ييز پوليس په دنده ګومارل کېږي"

Aug 01, 2016 - 17:17

جلال اباد(پژواک،۱۱زمری۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د امنيت د خونديتوب لپاره ۵۰۰ سيمه ييز پوليس په دنده ګوماري .

په همدې موخه سيمه ييز جګپوړي چارواکي او امنيتي سرتېري د کوټ  په  لاغرجو کې د داعش د نيول شوې سوق ادارې پر ديوالونو د شته تورو بيرغونو پر سر د افغانستان بيرغ کاږي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د زمري په۱۱مه، يادې ولسوالۍ ته په سفر کې خبريالانو ته وويل، کوټ د داعش له حضوره په پاکېدو دی او د خوندي امنيت لپاره يې سلګونه سيمه ييز پوليس منظور شوي دي.

کندوزي وويل: ((د کوټ لپاره ۲۰۰ سيمه ييز پوليس چمتو او تجهيز شوي ، ژر به د تصفيه شوو سيمو امنيت لپاره وګومارل شي او ۳۰۰ نور به وروسته وګومارل شي.))

په کوټ ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې د سيمه ييزو ځواکونو سربېره کومانډويي ځواکونو چانيز عمليات پيل کړل، چې ويل کېږي کابو ټولې سيمې يې د داعش له حضوره تصفيه کړي دي.

والي وايي: ((د کوټ عمليات پای ته په رسېدو دي، په اچين، نازيانو،هسکه مېنه ولسواليو کې عمليات روان دي، دې عملياتو ښه پايله لرلې او ډېرې سيمې په کې تصفيه شوې دي.))

د کندوزي په وينا، داعش وسله والو په کوټ کې د ملکي خلکو کورونه ويجاړ کړي او په کليوالو مدرسو کې يې د جګړې لپاره مرکزونه جوړ کړي وو.

والي وايي: ((د کوټ ولسوالۍ ښوونځي، مدرسې او د خلکو کورونه به جوړو، کلينيکونه به يې فعالېږي او مرستې به ورته رارسېږي، موږ مرکز ته د دې ولسوالۍ لپاره د پروژو جزييات هم ورکړي دي.))

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيري رسنيو ته وويل: ((نن مو کوټ کې له ۵۰۰ بېرته راستانه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وکړې.))

د نوموړي په وينا، د کوټ د جګړې له امله سلګونه بېځايه شوې کورنۍ بېرته په راستنېدو دي او دوی به ورته مرستې ورسوي.

د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو سيمې يوه اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل: ((داعش د جګړو پر مهال د ځايي خلکو کورونه د مرکزونو په توګه کارولي چې له امله يې زيانمن شوي دي.))

ګل محمد وايي، تراوسه ډېر شمېر کورنۍ بېرته راستنې شوي ؛ خو ځايي خلک هيله لري چې د کوټ لپاره دې د ملي اردو يا سرحدي پوليسو کنډک منظور شي.

۱۱ کلن عبيدالله د افغانستان بيرغ په لاس د پوځي سرتېرو او سيمه ييزو چارواکو بدرګه کوله.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((دا څرنګه حکومت دی، چې زموږ پوښتنه يې نه کوله، داعشيانو زموږ ماشومان په برچو ووهل او کورونه يې راته وران کړل.))

ده زياته کړه : ((سيمې ته راغلي دا ټانګونه او عسکر دې بېرته زموږ له سيمې نه ځي کنه ؛ بيا به داعشيان راشي.))

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي، چې په ننګرهار ولايت کې د داعش ٧٠ سلنه وسله وال پاکستانيان دي او د پاکستان د تحريک طالبان غړي دي.

هغه په تازه څرګندونو کې زياته کړې چې افغان او امريکايي ځواکونو په ګډه د ننګرهار ډېرې سيمې له داعش وسله والو پاکې کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement