د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې زورواکو لسګونه زره جریبه ځمکه غصب کړې

غزني کې زورواکو لسګونه زره جریبه ځمکه غصب کړې

Oct 04, 2016 - 11:31

غزني ښار (پژواک، ١٣ تله ۹۵): د غزني چارواکي وايي چې په تېرو څو کلونو کې د ځينو زورواکو له خوا دوه سوه زره جريبه ځمکه غصب شوې ده چې د راګرځولو چارې يې روانې دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې یادو زورواکو په غصب شوو ملکي او دولتي ځمکو کې کورونه او مارکېټونه جوړ کړي دي.

امرخېل د دغو زورواکو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه: ((اوس هم دغه لړۍ روانه ده او که چېرې یې مخه ونه نيول شي نو لږ وخت وروسته به په ټول غزني کې يوه لوېشت ځاى هم پاتې نه شي.))

د قوماندان په وينا، په ټول غزني کې دومره ځمکه نه ده پاتې چې د امنيې قوماندانۍ لپاره په کې نوې ودانۍ جوړه کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني امنيه قوماندانۍ دا مهال په يو مارکېټ کې ده او خپله شخصي ودانۍ نه لري.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له دوه سوه زرو جريبو ډېره ځمکه غصب شوې ده.

هغه وايي: ((موږ څو ځلې په دې اړه غږ پورته کړ خو کومه نتيجه يې ورنه کړه.))

نوروز هم وويل چې د غزني ډېر شمېر دولتي ادارې اوسمهال په کرايي کورونو کې دي چې د خلکو لپاره يې ستونزې جوړې کړې دي.

ده وويل: ((دغه دولتي ادارې په کرايي کورونو کې دي خلکو ته يې مزاحمت کړی او لارې يې بندې کړې نو زه وايم چې  د امنيې قوماندانۍ په ګډون ګڼې ادارې بايد له ښاره و ايستل شي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومتي چارواکي بايد هر څه ژر د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو چارې پيل کړي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمد ابراهيم اميري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د خلکو او دولتي ځمکو تر څنګ ځینې تاريخي سيمې هم غصب شوې دي او خلکو په کې کورونه جوړ کړي دي.

اميري زياته کړه: ((ځمکې غصب شوې او کورونه او مارکېټونه په کې جوړ شوي او حکومت ورته ځکه څه نه وايي چې دوى هم ورسره شريک دي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين هم پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه وويل چې ياده موضوع يې له ولسمشر سره شريکه کړې او ډېر ژر به له مرکز کابل څخه يو پلاوى د غصب شوو ځمکو د پلټنو په موخه دغه ولايت ته سفر وکړي.

د والي په وينا، د يو شمېر هغو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ روانه ده چې ثابتې شوې دي چې دولتي ځمکې دي.

د افغانستان د اراضۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٥کلونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه ميليونه جريبه ځمکه د زورواکو، دولتي چارواکو او عامو خلکو له لوري غصب شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement