د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امرخېل: په غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امرخېل: په غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 19, 2016 - 15:30

غزني ښار(پژواک،٢٨تله٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې غزني ښار او پنځو ولسواليو کې ١٥٠ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د تلې په٢٨ مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې په غزني ښار، اندړو، ګيرو، ده يک، قره باغ او زنخان ولسواليو کې پوځي عمليات روان دي.

هغه وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ١٥٠ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شويو طالبانو کې درې قوماندانان ملا احمدي، ملا حنيف او ملا خالد منصور هم شامل دي.

امرخېل وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

قوماندان وايي چې وسله وال طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري يواځې په لارو کې ماينونه خښوي.

هغه زياته کړه: (( زه د غزني خلکو ته ډاډ ورکوم چې ولسوالۍ خو څه د غزني يوه پوسته به هم طالبان رانه ونه نيسي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکي محمد اسحاق پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وويل چې د دې جګړې په ترڅ کې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: (( داسې ورځ نشته چې پر يوه کور د هاوان مرمۍ ونه لګيږي او حتما کسان په کې وژل کيږي.))

خو طالبان بيا په غزني کې دوى ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو له لوري هېڅ ډول عمليات په غزني کې نه دي پيل شوي.

هغه وويل چې تېره ورځ د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې نښته شوې وه چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي وو.

مجاهد وايي چې ګيرو ولسوالۍ اوس هم د طالبانو له لوري کلابنده ده او د غزني په ځينو نورو سيمو کې جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د غزني والي ويلي و چې په دې عملياتو کې يو شمېر ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement