د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني د ولایتي شورا وکیلان خپلو دندو ته نه حاضرېږي

د غزني د ولایتي شورا وکیلان خپلو دندو ته نه حاضرېږي

Nov 06, 2016 - 16:39

غزني (پژواک، ١٦ لړم ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ولايتي شورا ډېرى غړي دندو ته نه حاضرېږي او د ځينو ادارو په چارو کې لاسوهنې هم کوي.

د افغانستان د کار قانون له مخې، پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکي نه شي کولاى له درېيو ورځو پرله پسې ډېره غير حاضري وکړي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اکرم د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اونۍ راهيسې د ولايتي شورا د غړو د ملاقات انتظار کوي خو هغوى دندو ته نه حاضرېږي.

ده وويل: ((زه له ګيرو نه راغلى يم، غواړم تذکره واخلم خو ولايتي شورا کې هېڅوک نشته چې زما عريضه تاييد کړي.))

هغه تور پورې کړی چې د ولايتي شورا غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د يو شمېر ادارو په چارو کې لاسوهنې هم کوي.

دغه راز د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد هم وايي: ((موږ چې هره ورځ ولايتي شورا ته راځو په دروازه کې پوليس راته وايي چې وکيلان نشته دي، سبا ته راشئ.))

د ده په وينا، د ولايتي شورا ډېرى غړي يا په سياحتي سفرونو بوخت دي او که غزني ته را هم شي، يواځېنۍ دنده يې په دولتي ادارو کې د خپلو کسانو ګومارل دي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې د غزني د ولايتي شورا غړي د شخصي بوختياوو له مخې ډېرى وخت ناسوب وي.

هغه وايي: ((خلکو دوى ته رايه ورکړه تر څو د دوى له لارې خپل غږ د حکومت تر غوږونو ورسوي، خو دوى په خپلو دندو کې نشته، په دې کار سره يې خلک ډېر غوسه کړي دي کېداى شي بل ځل هېڅوک د ولايتي شورا کانديد ته رايه ور نه کړي.))

د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي له دولته تنخوا او نور امتيازات ترلاسه کوي خو د خپلو مسووليتونو پر وړاندې بې پروا دي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا يو شمېر غړي يې په چارو کې لاسوهنې کوي.

ده زياته کړه: ((زه چې کله د ولسوالۍ لپاره امنيه قوماندان وټاکم، که د دوى خوښ وي خو ښه او که نه وي نو بيا راته بل کس معرفي کوي.))

امرخېل وايي چې دغه ډول لاسوهنۍ د ولسواليو د سقوط لامل هم کېداى شي.

ده ګواښ وکړ که چېرې د ولايتي شورا غړي يې په چارو کې لاسوهنه بنده نه کړي نو نومونه به يې د رسنيو له لارې اعلان کړي.

په دې اړه د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا هېڅ غړى حق نه لري چې په نورو ادارو کې لاسوهنې وکړي.

ده زياته کړه: ((هغه وکيلان چې د امنيې قوماندانۍ په چارو کې لاسوهنې کوي امنيه قوماندان دې موږ ته وښيي تر څو ورسره خبرې وکړو.))

هغه د ولايتي شورا د غړو د ناسوبتيا په اړه څه ونه ويل خو د دې شورا بل غړي خالقداد اکبري پژواک ته وويل چې له رسمي کارونو پرته د شورا ډېرى غړي په دندو کې حاضر وي.

هغه وايي: ((کله نا کله وکيلان کابل يا کوم بل ځاى ته په رسمي سفر ځي نو دا په دې معنا نه ده چې وکيلان دې دندو ته نه حاضرېږي.))

د غزني ولايتي شورا ١٩غړي لري چې څلور يې ښځې دي.

د يادونې ده، د ناسوبتيا ستونزه يواځې په غزني کې نه، بلکې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تر څنګ په ډېرو دولتي ادارو کې کارکوونکي په دندو کې حاضر نه وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement