د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان ٤٢ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

د افغانستان ٤٢ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

Nov 22, 2016 - 19:47

کابل (پژواک،٢ليندۍ ٩٥):د روغتيا ساتنې په اړه درې ورځينى کنفرانس، په داسې حال کې پيل شو چې د افغانستان  ٤٢ سلنه وګړي د څښاک اوبو ته لاسرسى نه لري او ١٩سلنه د انساني حاجت رفع کولو لپاره له پرانيستې فضا څخه ګټه پورته کوي.

د "افغانستان روغتيا ساتنې لومړي کنفرانس" کې د کليو پراختيا، عامې روغتيا، پوهنې او ښاري پراختيا وزارتونو چارواکي، يونيسف ادارې، کابل کې مېشت د سفارتونو استازي او د ملګرو ملتونو دفترونو استازي، مدني ټولنې، غيردولتي او نور  نړيوال سازمانونه ګډون لري.

چارواکي وايي، ياد کنفرانس کې د روغتيا ساتنې برخه کې د پرمختګونو او په وړاندې يې د شته ننګونو او د روغتيا ساتنې اوسني وضعيت سمون لپاره، د افغان دولت پروګرامونو په اړه خبرې اترې وشوي.

د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني، د دې کنفرانس پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د افغانانو ژوند ارزونې شرايط  ١٣٩٣ کال کې د مرکزي احصايې ادارې له لوري ترسره شول، دا ښيي چې د کليو ٨٥ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.

همداراز نوموړي زياته کړه چې د کليو ٨١ سلنه وګړي يو ډول تشناب ته لاسرسى لري؛ خو د هېواد ١٩سلنه وګړي چې ٤،٥ ميليونه کېږي، لاهم پرانيستې فضا کې خپل انساني مشکل رفع کوي.

دراني وويل چې د کليوپراختيا وزارت، دې کنفرانس کې له اړوندو نورو ارګانونو، ملي او نړيوالو ګډونوالو سره د يادې ستونزې هوارۍ لپاره، تر ٢٠٢٥کال پورې پر يوې نقشې څېړنه کوي.

نوموړي زياته کړه چې نظافت ته د پاملرنې په تړاو، د عامه پوهاوي ورکول هم تر ٢٠٢٥ کال پورې کاري پروګرام کې شامل دي.

د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز، د څښاک پاکو اوبو او انساني حاجت رفع کولو ته لاسرسى ستره ستونزه وبلله، ويې ويل چې خوارځواکي، ميکروبي ناروغۍ په ځانګړې توګه نس ناسته؛ د څښاک پاکو اوبو او روغتيا ساتنې ته د نه لاسرسي سره، نېغه اړيکه لري.

د هغه په وينا، افغانستان کې د مړينې وروستۍ سروې ښيي چې د نس ناستې ناروغۍ، د څښاک پاکو اوبو ته  له نه لاسرسي او نامناسبې روغتيا ساتنې سره مستقيمه اړيکه لري چې له پنځو کلنو د لږ عمر ماشومانو مړينې شاوخوا ٦،٢ سلنه جوړوي.

نوموړي وويل چې د هېواد ٤١ سلنه وګړي له مزمنې خوارځواکۍ چې د ټيټ قد لامل کېږي، کړېږي.

د هغه په خبره، د يادو ستونزو حل لپاره ګډې همکارۍ ته اړتيا ده، نو ځکه افغان حکومت د ښاري تړون سند چمتو کړى دى، ښاري تړون هغه پروګرام دى چې د ملي پيوستون پروګرام ځاى به ونيسي.

نوموړي زياته کړه چې ياد سند کې؛ د څښاک پاکې اوبه، خوندي روغتيا ساتنه او سمه تغذيه، د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

نوموړي زياته کړه: "د عامې روغتيا وزارت د اوبو، روغتيا ساتنې او نظافت سکتور يو مهم غړي په توګه ژمن دى، څو د څښاک پاکو اوبو، خوندي روغتيا ساتنې او ټولو افغانانو ته د نظافت لارو چارو لوړولو په برخه کې ډېر کار او زيار وباسي."

د افغانستان پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وويل چې د امهال د هېواد ١٦٤٠٠ ښوونځيو کې شاوخوا ٨،٨ ميليونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو يواځې ٤٧ سلنه يادو ښوونځيو کې د څښاک پاکې اوبه شتون لري.

نوموړي زياته کړه چې پوهنې وزارت به، د چاپېريال ککړتيا کموالي سره د مبارزې په برخه کې فعاله ونډه ولري.

د ښار جوړوني وزارت مرستيال امرالدين سالک د اوبو رسولو پر اهميت او د ناولو اوبو مديريت په اړه خبرې وکړي او ويې ويل: "د ښار جوړونې وزارت په دې برخه کې د ننګونو له منځه وړلو ته ژمن دى."

د ولسمشر مېرمنې رولا غني، په دې ناسته کې وويل چې افغانستان کې د چاپېريال ککړتيا يوه ستره ننګونه ګرځېدلې ده.

هغې زياته کړه: "٤٢ کاله وړاندې کابل ته راغلې وم، د هغه مهال سهار هوا او د افغانستان چاپېريال پاک او تازه و؛ خو له بده مرغه چې دا مهال کابل ښار د زيات نفوس او د ښاريانو نه پاملرنې له امله، خپل ښايست له لاسه ورکړى دى."

هغې وويل چې غيرمعياري او ناقانونه ودانۍ، هېواد په ځانګړې توګه ښارونو کې د اوبو ککړتيا لامل شوي دي او بايد خلک يې روغتيايي زيانونو ته متوجه شي.

د نوموړې په وينا، د حکومت ترڅنګ د دې هېواد اوسېدونکي هم مسووليت لري چې د چاپېريال پاک ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق "يونيسف" او نړيوال بانک استازو نننۍ غونډه کې د څښاک پاکو اوبو او تشناب ته نه لاسرسى، يوه ستره ستونزه وبلله او ويې ويل چې د دې ستونزې حل، ګډې مبارزې ته اړتيا لري چې له حکومت پرته خلک بايد هم په کې ونډه واخلي.

هغوى د يادو ادارو په استازيتوب وويل چې  له وړاندې  يې د روغتيا ساتنې او څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري درلوده او راتلونکې کې به هم خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement