د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه ښار د ښاروالۍ له ماسټر پلان پرته جوړ شوی

لښکرګاه ښار د ښاروالۍ له ماسټر پلان پرته جوړ شوی

Feb 09, 2017 - 16:04

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۵): د هلمند د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د لښکرګاه ښار وروستی برخه د ماسټر پلان له مخې نه ده جوړط شوې چې له امله يې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې دي.

د لښکرګاه ښاروال انجنير مطيع الله بهير د سلواغې په ٢١مه د يوې مشورتې غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د لښکرګاه ټولې نوې برخې (ښارګوټې) پرته له ماسټر پلان څخه وېشل شوې او يا هم پر خپل سر ځينو اشخاصو او افرادو کورونه او مارکېټونه په کې جوړ کړي دي.

د هغه په خبره، اوس د همدې ستونزو له امله نه د ښار اوبه په سمه توګه وځي او نه يې هم پارکونه او ښوونځيو او نورو اړتياوو ته د معيار له مخې خدمات وړاندې کېږي، دوی اړ دي د خلکو په مرسته په يادو سيمو کې په نسبې ډول ماسټر پلان پلي کړي.

بهير وايي، که چېرې اقليم تغير وکړي او په ژمي کې ورښتونه ډېر شي، لرې نه ده چې هر کال به خلکو ته زیانونه واوړي، لارې او کوڅې به هم بندې وي.

د ښاروال په خبره، په دې برخه کې يې له مسلکي انجنيرانو او مرکز سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي چې په راتلونکي کې نوي ماسټر پلان ورسره جوړ او په عملي ډول يې پلي کړي.

د هلمند د ښار جوړونې رييس انجنير عصمت الله صمدي وويل، پخواني ماسټر پلان يوازې مرکزي ښار لپاره جوړ شوی چې هغه هم سم نه دی پلی شوى اوس دوی په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي

د هغه په وينا، دغه ښار اوس ډېری لوی شوی دی او د غير مسلکي ښاروالانو او مسوولينو له خوا پرته له نقشې او ستونزو په پام کې نيولو سره کورونه او ودانۍ جوړ شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا وکيل حسين عليزاده هم دې ته ورته ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې تېره اونۍ د لښکرګاه په ښار کې د ورښتونو له امله خلکو تګ راتګ نه شو کولی.

هغه زياته کړه چې په نږدې ټولو د اوسېدو په نومرو کې جوماتونو، ښوونځيو او روغتونونو ته ځايونه په پام کې نه و نيول شوي چې اوس عام ولس اړ دی پارکونو کې جوماتونه جوړ کړي.

مدني فعال عبدالاحد ځواکمن د ښاروالۍ مسوولينو ته د ټيکس د ټولېدو ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې دغه راټوله شوې بوديجه دې په سمه توګه ولګول شي او تر څنګ دې يې په ښار کې نظافت په موخه کراچیو او بې ځايه غرفو ته مناسب ځايونه پيدا شي.

د هغه په وينا، په ښاروالۍ کې دي ټول پرسونل مسلکي ځای پر ځای شي چې دغه کار هم د خلکو ستونزې هوارولی شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement