د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې ملکي مرګ ژوبله د نور وخت پر تله ۱۱ سلنه ډېره شوې

کندهار کې ملکي مرګ ژوبله د نور وخت پر تله ۱۱ سلنه ډېره شوې

Apr 04, 2017 - 16:58

کندهار ښار (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر کال د دغه ولایت لپاره خونړی کال و او د نورو کلونو په پرتله په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۱۱ سلنه لوړه وه.

د دې ادارې د څېړنې د څانګې مسوول خیرالدین فایض له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تېر کال په دغه ولایت کې د جګړو او نا امنیو په نورو پېښو کې ۱۶۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۷۵۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان، ښځې او سپینږيري هم شامل دي.

د ده په خبره، که دغه شمېرې له تېر کال سره پرتله شي، نو ښيي چې ۱۱ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.

خو دی وايي، په دغو شمېرو کې د کندهار تر څنګ د زابل او په ځینو مواردو کې د اروزګان او هلمند پېښې هم شاملې دي چې ټپیان یې په کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې ملکي وګړو ته اوښتې ډېره مرګ ژوبله د سړک غاړې د ماینونو له امله ده چې د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای کېږي.

دی زیاتوي: ((په همدې بنسټ ویلای شو چې د ملکي مرګ ژوبلې له ۷۵ تر ۸۰ سلنه یې وسله والو مخالفینو ته راجع کېږي او د پاتې پیښو عاملان دولتي ځواکونه دي.))

فایض د ملکي مرګ ژوبلې د ډېرېدا لامل د جګړې پر مهال د ټاکل شوو نړیوالو اصولو نه مراعاتول ګڼي.

ده وویل، د جګړې پر مهال احتیاط، تناسب او تفکیک هغه درې اصول دي چې ښکېلې غاړې یې نه مراعتوي، نو ځکه د جګړې پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

دی وايي: ((ښکېلې غاړې باید د جګړې پر مهال احتیاط وکړي، ملکي او نظامي اهداف دې تشخیص کړي، دغه راز تناسب باید په پام کې ونیول شي، که له یوه ځایه د توپک فیر کېږي، ځواب یې باید په توپک ورکړای شي، په دغسې مواردو کې له درنو وسلو یا بمبار څخه کار اخیستل ملکي وګړو ته د

مرګ ژوبلې احتمال ډېروي، د دې تر څنګ د جګړې پر مهال باید د ملکي او نظامي وګړو تفکیک وشي او په هر حالت کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وشي.))

نوموړی اندېښنه ښيي، که د جګړې ښکېلې غاړې دغه اصول مراعات نه کړي، نو په روان کال کې به د ملکي مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د ده په خبره، دا د دولت او دولتي ځواکونو دنده ده چې د اساسي قانون له مخې د خپلو خلک ژوند خوندي کړي او امنیت یې وساتي.

دغه راز نوموړی پر وسله والو هم غږ کوي چې د جګړې پر مهال قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

دا چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې په خپله د بشر حقونو خپلواک کمېسیون څه کړي، فایض وايي، د بشر حقونو کمېسیون د یوه ملي بنسټ په توګه یوازې څارونکې اداره چې د دولت کړنې څاري او کوم اجرایوي ځواک نه لري.

خو دی وايي، تل یې له بېلابېلو وسیلو کار اخیستی چې پر دواړو غاړو فشار راوړي څو د بشر حقونو ته درناوی وشي.

د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې د جګړې پر مهال ښکېلې غاړې د هغه د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي.

د دوی په خبره، تر هر څه وړاندې د سړک غاړې ماينونه د هغوى د ژوند پر وړاندې لوى ګواښ دى، ځکه له دې وېرې نه ازاد تګ راتګ کولاى شي او نه په ډاډه زړه کار او روزګار کولای شي.

د میوند ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالشکور وايي، ډېرې کمې ورځې داسې راځي چې د ولسواليو بې ګناه اوسېدونکو ته دې د ماينونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله نه وي اوښتې.

دغه راز دی یادونه کوي چې ډېر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او چاپو پر مهال هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې باید مخنیوی وشي.

نوموړی وايي، خلک نور د دغه حالت توان نه لري؛ ځکه له پنځلسو کلونو ډېره موده کېږي چې همدا غمیزه روانه ده.

د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد بیا وايي چې وسله وال په دې ښه پوهېږي چې د هغوى له خوا په خښو شوو ماينونو کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي، خو هغوى لا هم دې کار ته دوام ورکوي او د خلکو د ژوند خونديتوب ته پام نه کوي.

نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې نور جګړه بس کړي، د خلکو پر حال زړونه وسوځوي او پرېږدي چې د ارام ساه واخلي.

د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د جراجي څانګه مسوول ډاکټر سيد محمد رسول وايي، هره ورځ دغه روغتون ته لږ تر لږه ٢٠٠ ناروغان ورځي چې ډېره برخه يې د ماينونو د چاودنو ټپيان دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه کسان د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو تر څنګ له هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو راوړل کېږي.

ده زياته کړه، ډېرى دغه ټپيان د لارو د خرابوالي او د لېږد د معياري اسانتياوو د نشتوالي له امله روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکوي.

نوموړي وويل، سږ کال تر بل هر وخت د ماينونو د چاودنو قربانيان ډېر دي.

وسله والو مخالفینو تل رد کړې ده چې ګواکې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره پړه دغه لوري ته راجع ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب ته د امنیتي ځواکونو د پاملرنې لوی ثبوت دا دی چې هره ورځ په ولسوالیو او لارو کې د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډوي.

دی وايي، د سړک غاړې ماینونه امنیتي ځواکونو ته هومره مرګ ژوبله نه اړوي، څومره چې ملکي وګړو ته اړوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم وايي چې دولت تل د خلکو د ځان او مال ساتلو ته ژمن دی.

ده وویل، امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو د ځان او مال د ساتلو مسوولیت لري او په دې لاره کې تل قرباني ورکوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement