د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ۳۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

په کندهار کې ۳۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

Apr 08, 2017 - 18:26

کندهار (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): په کندهار کې د کوکنارو اړولو د کمپاین په لړ کې تر دې مهال ۳۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

 

دغه کمپاین د دې ولایت په ژیړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې یوه اونې وړاندې پيل شوی دی.

 

همدا د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې تر ټولو ډېر کوکنار په کې کرل شوي دي.

 

د کندهار له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وویل، په ژیړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین ښه روان دی.

 

هغه زیاته کړه، د یوې اونۍ په اوږدو کې په دغو ولسوالیو کې ۳۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده او دا لړۍ دوام لري.

 

د ده په خبره، تر دې مهاله کمپاین له کومې ستونزې سره نه دی مخامخ شوی چې لامل یې د خلکو همکاري او پر دغو سیمو د دولت حاکمیت دی.

 

دی وايي، له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د ۲زره هکتاره ځمکې هدف ورته ټاکلی چې د کوکنارو له کښت څخه به یې پاکوي.

 

ده په کندهار کې د کرل شوو کوکنارو کره کچه و نه ښودله او ویې ویل، په دې اړه لا د UNODC نړيوالې ادارې له خوا سروې بشپړه شوې نه ده.

 

خو ده ومنله چې په دې ولایت کې پر کابو ۴۰زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې دوی یواځې ۲ سلنه له منځه وړي.

 

شکران وویل، د کندهار په هغو سیمو کې چې امنیت یې نسبتاً ښه دی، کم کوکنار کرل شوي دي، خو په هغو سیمو کې ډېر کرل شوي چې ناامنه دي او د وسله والو او قاچاق وړونکو فعالیتونه په کې زیات دي.

 

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل پولیس د کوکنارو اړولو د کمپاین په برخه کې پوره همکار دي او تر دې مهاله له کومې امنیتي پېښې سره نه دي مخامخ شوي.

 

په تېرو کلونو کې د کوکنارو اړولو پر مهال امنیتي ځواکونه له امنیتي پېښو سره مخ کېدل او د ماین په چاودنو کې ورته مرګ ژوبله اوښته.

 

ده زیاته کړه، د کوکنارو اړولو کمپاین به تر هغه وخته دوام وکړي چې ټاکل شوی هدف پوره کوي او کوکنار له منځه وړي.

 

د کندهار د هغو سیمو اوسېدونکي کوکنار یې اړول شوي وايي، له سختې مجبورۍ د کوکنارو کرلو ته مجبور شوي دي.

 

هغوی د دولت په دغه کړنه خپه دي او وايي، د بشپړ کال خواري یې خاورې شوه او دروند زیان ورته اوښتی دی.

 

د میوند ولسوالۍ یوه کروندګر محمد رسول پژواک اژانس ته وویل: ((موږ د کوکنارو په کرلو خوشحاله نه يو، خو څه وکړو مجبور يو چې کوکنار و کرو، ځکه د نورو کښتونو لپاره نه کافي اوبه لرو او نه ښه بازار.))

هغه زياته کړه، د کوکنارو په کرلو يې ډېرې پيسې لګولې وې، خو امنيتي ځواکونو په څو شېبو کې ورڅخه خلاص کړل.

 

دى وايي، که حکومت له کروندګرو سره د بديل معيشت، اوبو لګولو او بازار موندنې په برخه کې مرستې وکړي، نو خلک به هيڅکله هم کوکنار و نه کري.

 

چارواکي هم وايي، که حکومت د کرنې د ودې لپاره کار وکړي، د خلکو روا کښتونو ته بازار پیدا کړي، ځوانان پر کار کړي او پرمختیايي پروژې پلي کړي، نو هيڅوک به هم کوکنار و نه کري.

 

په کندهار کې د نشه يي توکو د کر او اسانه لاسرسي په سبب شاوخوا ١٠٠زره تنه په نشه يي توکو روږدي شوي، چې له دې ډلې هر کس د ورځې يو ډالر د نشه يي توکو په رانيولو لګوي، چې د ورځې سل زره ډالر کېږي، چې د کتونکو په باور لوى ټولنيز زيان دى.

 

د دې تر څنګ هغوی دا هم وايي چې د نشه یي توکو د کر او قاچاق ډېره ګټه وسله والو ته هم رسېږي چې په عایداتو یې په هېواد کې جګړه پر مخ وړي.

 

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کر کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement