د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په هېواد کې روانه غمیزه د افراطیت پایله ده"

"په هېواد کې روانه غمیزه د افراطیت پایله ده"

Apr 09, 2017 - 16:11

کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): "افغانستان له لسیزو راهیسې د افراطیت او تشدد ښکار دی، دغلته ټولې وژنې، بریدونه، ویجاړۍ او ګډوډۍ د افراطیت پایله ده."

دغه څرګندونې په هغه دوه ورځني څېړنیز سيمینار کې وشوې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا د افراطیت پر وړاندې د ملي ستراتيژۍ جوړولو په موخه نن (د وري ۲۰مه) په کندهار کې جوړ شوی و.

په دغه سيمینار کې د کندهار پوهنتون استادانو، محصلینو، ځوانانو، مدني فعالانو، ښځینه فعالانو او نورو ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وويل، د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افراط او تاوتریخوالي پر وړاندې ملي ستراتېژي جوړېږي.

هغه زیاته کړه، سخت دريځي د معاصرې نړۍ تر ټولو ننګوونکې پدیده ده چې یوازې افغانستان نه، بلکې د نړۍ ډېر هېوادونه ورڅخه کړېږي.

دی وايي: "زموږ هېواد له لسیزو راهیسې د افراطیت او تشدد ښکار دی؛ دغلته ټولې وژنې، بریدونه، ویجاړۍ او ګډوډي د افراطیت پایله ده."

د ده په وینا، کوم هېواد ته چې افراطیت لاره کړې هلته یې جګړه ټوکولې او ټول مذهبي، علمي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

منیب یادونه وکړه، له افراطیت څخه د خلاصون لار د ذهنیتونو او افکارو روښانه کول دي.

ده زیاته کړه، له بده مرغه تېرو حکومتونو د افراطیت د مخنیوي په برخه کې کار نه دی کړی، خو د اوسني حکومت دا اقدام چې د افراطیت پر وړاندې ملي ستراتېژي جوړوي د ډېرې ستاینې او هر کلي وړ دی.

خو ده ټینګار وکړ، د افراطیت په مخنیوي کې د ولس همکاري هم مهمه ده، ځکه دغې پدېدې د هېواد د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه ځینې خود غرضه کړۍ همدې افراطیت او تشدد ته دیني رنګ ورکوي او په نړۍ کې اسلام د یوه متشدد دین په توګه معرفي شوی، له همدې امله په نړۍ کې هر مسلمان ته د شک او ترهګر په سترګه کتل کېږي."

خو ده وویل، اسلام خلکو ته د سولې، مینې، ورورولۍ او زغم درس ورکوي، اسلام د یوه انسان وژل د ټول انسانیت وژل ګڼي او په ټوله کې افراط فساد ګڼي.

منیب د غونډې له برخه والو وغوښتل چې په دې دوه ورځنی سيمینار کې دې د افراطیت پر عواملو او له هغه د خلاصون پر لار بحث وشي، څو د افراطیت ريښې وچې کړو، له نړۍ سره سیالان شو او دین مو له بدنامۍ وژغورو.

نوموړي دغه راز پر خلکو غږ وکړ چې په ګډه د نظام تر شا ودرېږي او په دې توګه د افراطیت او ترهګرو مخنیوی وکړي.

له ویناوو وروسته د افراطیت د عواملو په اړه د علمي او څېړنیز بحث برخه پیل شوه چې د لیکوال او ژورنالیست محمد یار یار له خوا پر مخ وړل کېده.

د بحث ګډونوال د کندهار پوهنتون علمي مرستیال انجنیر شېرشاه رشاد، د کندهار پوهنتون استاد محمد شعیب وحدت، دیني عالم عبدالغفور پېروز، ټولنیز فعال احمد شاه سپر، مدني فعاله مېرمن مریم درانۍ او ښځینه فعاله ډاکټر عزیزه وطنوال وو.

محمد یار یار وویل، د افراطیت اور په ټوله افغاني ټولنه کې بل دی او هیڅوک هم ورڅخه خوندي نه دي.

هغه زیاته کړه دا د هر افغان انسان ملي او دیني وجیبه ده چې د دغه اور په خاموشه کولو کې خپله ونډه واخلي.

ده له ګډونوالو هم وغوښتل چې په پرانیستې فضا کې خپل نظرونه، انتقادونه او تجربې شریکې کړي.

دیني عالم عبدالغفور پېروز وویل د افراط په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل دا یوه عربي کلمه ده چې په یوه مسله کې له حد څخه تېرېدو ته ویل کېږي.

د ده په وینا، افراطیت په ټولنه کې د اسلامي، انساني او بشري ارزښتونو په خلاف هغه کړنې احساسات، انګېرنې او فزیکي برخوردونه دي چې نورو ته په قصدی توګه زیان اړوي.

دی وايي، چېرې چې افراطیت وي، هلته استدلال، منطق او زغم ځای نه لري، همدا پدیده د خلکو تر منځ کرکه زېږي او ځینې کړۍ یې خپلو اهدافو ته د ځان رسولو او یا پر نورو د خپلو ایډیالوژیو د تحمیلولو لپاره کاروي.

د بحث بل ګډونوال احمد شاه سپر وویل: "د افراطیت حاده کچه د انسانانو عام وژنه ده، له بده مرغه چې افغاني ټولنه د همدې ډول افراط سره مخ ده."

ده زیاته کړه، محرومیت، بې عدالتي، اداري فساد، زورواکي، بې سوادي او ګڼې نورې ستونزې د افراط عمده لاملونه دي چې بالاخره خلک عقده من کوي او په پایله کې جګړې او نورو ورانیو ته لار پرانیزي.

د بحث په اوږدو کې نورو ویناوالو او ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ټینګار یې کاوه چې د افراطیت د مخنیوي لپاره باید د خلکو د خلکو ذهنونه روښانه شي، د زغم کچه یې لوړه شي، قانون حاکم شي او ټولینز عدالت تامین شي.

ټاکل شوې ده دغه سيمینار د سبا ورځې لپاره هم دوام وکړي چې یوه برخه به یې ګروپي کارونو ته ځانګړې شوي وي.

د یادونې ده، د افغانستان د ملي امنیت شورا غواړي په ولایتونو کې د سروې تر څنګ ورته سيمینارونه جوړ کړي، څو د افراطیت پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژي جوړه کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement