د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: په نېش کې عملیات د ۲۰۰ وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلي

چارواکي: په نېش کې عملیات د ۲۰۰ وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلي

Apr 09, 2017 - 16:48

کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦(: د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په نېش ولسوالۍ کې یې پوځي عملیات د ۲۰۰ وسله والو پر وژلو پای ته رسولي دي.

څو اوونۍ مخکې سلګونو وسله والو د نېش ولسوالۍ پر امنیتي پوستو په ډله ييزه توګه وسله وال بریدونه وکړل او ځانونه یې د ولسوالۍ تر مرکزه ورسول.

وروسته د وسله والو پر ضد د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پراخ عملیات پيل شول چې د چارواکو په وینا تازه پای ته رسېدلي دي.

د کندهار امنیه قوماندان  مل پاسوال عبدالرازق وايي، د نېش ولسوالۍ وضعیت اوس بېرته عادي شوی، ټول کلي د دولت تر واک لاندې دي، لارې خلاصې شوې او خلک د پخوا په څېر عادي تګ راتګ کوي.

ده زیاته کړه، پر نېش ولسوالۍ سلګونو وسله والو له درېیو خواوو د اروزګان له ترینکوټ، د هلمند له سنګین او د کندهار له ځینو ولسوالیو برید وکړ.

دی وايي، په دغو جګړو او بریدونو کې ۱۸ سرتېري وژل شوي، تر ۴۰ ډېر ټپیان شوي خو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم په لسګونو وسله وال وژل شوي دي.

د ده په خبره، اوس وسله وال له نېښ ولسوالۍ څخه ایستل شوي او امنیتي ځواکونه د دې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ځای پر ځای دي.

امنیه قوماندان د کندهار د سرحدي ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، په معروف، ښوراوک او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چې پر ډيورنډ کرښه پرتې دي، کله کله وسله وال د پاکستاني ځواکونو په مرسته پر افغان سرحدي ګزمو بریدونه کوي.

خو دی وايي، هلته مېشت سرحدي ځواکونه اکمال او تجهیز دي او کوم جدي ګواښ ورته نشته.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خانعلي هزاره پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو امنیتي ځواکونو په نېش ولسوالې کې وسله وال سخت ځپلي دي.

هغه زیاته کړه، اوس دلته تازه د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات پای ته رسېدلي چې پر مهال یې ۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.

دی وايي، په وژل شوو کې ډېری بهرني وګړي هم شامل وو، خو هویت یې تثبیت شوی نه دی.

د ده په خبره، وسله والو غوښتل په کندهار کې یو شمېر ولسوالۍ لاندې کړي چې په همدې موخه یې څو ځلې پر غورک، میانشین او نېش ولسوالیو بریدونه وکړل خو هر ځل د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وځپل شول.

دی وايي، اوس په دې ولسوالۍ کې کوم ګواښ نشته او په ټولو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نېش ولسوالۍ د کندهار شمال ته په  ۱۶۰ کیلومترۍ د اروزګان او هلمند ولایتونو ته څېرمه پرته ده چې مخکې په نسبي توګه ارامه ولسوالۍ ګڼل کېده خو په دې وروستیو کې نا امنه شوې وه.

له دې ولسوالۍ سره په خوا کې په دې وروستیو کې له شاولیکوټ، میانشین، غورک، خاکرېز او میوند ولسوالیو هم د نا امنیو خبرونه ترلاسه کېدل، خو چارواکي وايي د امنیت د خوندیتوب په موخه په دغو ولسوالیو کې شپه او ورځ عملیات دوام لري او اوس په کې وضعیت ښه شوی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement