د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د راشد خان ښې لوبې هنديان او د کرکټ مبصرين حيران کړي

د راشد خان ښې لوبې هنديان او د کرکټ مبصرين حيران کړي

Apr 10, 2017 - 10:53

نوى ډيلى (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): د هند په سوداګريز کرکټ سياليو IPL کې د افغان ستوري راشد خان توپ اچونه حيرانوونکې بلل کېږي او د کرکټ مينه وال يې خوشاله ساتلي دي.

راشد خان د سن رايزر حيدر اباد لوبډلې لپاره لوبه کوي چې تر اوسه يې په دوو سياليو کې پنځه مخالف لوبغاړي سوځولي او د کرکټ مينه وال او مبصرين ورته ګوته په غاښ دي.

راشد خان په خپله لومړۍ لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول او تېر ورځ يې په دويمه لوبه کې يې د نړۍ درې مهم پياوړي لوبغاړي وسوځول او يو ځل بيا يې د خپلې لوبډلې په بريا کې مهم رول ولوباوو.

راشد خان پرون د دويمې لوبې غوره لوبغاړى هم اعلان شو.

هندي کرکټ مينه وال او د خواله رسنيو کاروونکي په ای پي اېل IPL سياليو کې د راشد توپ اچونه جادويي بولي او د دې سيالو راتلونکو سېزنونو کې نور افغان لوبغاړو ته د چانس ورکولو هيله کوي.

يو هندي وګړى معظم علي په خپله فېسبوک پاڼه کې راشد خان د ای پي اېل سياليو په زړه پورې لوبغاړى بللى د.

هغه ليکلي: ((زه د راشد په څېر محمد نبي ته هم په تمه يم، موږ په رښتيني ډول اړتيا لرو چې د دغه ليګ په راتلونکو سياليو کې نور افغان لوبغاړي وګورو.))

د ای پي ال سياليو د رسمي فېسبوک پاڼې په تبصرو کې تر ډېره د راشد خان يادونه کېږي او په تبصرو کې د خواله رسنيو کاروونکي د هغه ډېره ستاينه کوي.

راجدېپ موکرجي د راشد په تړاو تبصره کې ليکلي: ((زمري، خان رښتيا هم اغېزمن کړم، په څلورو اورنو کې يې يوازې ۱۹ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي يې له مخې لرې کړل.))

راشد خان پرون د سيالې لوبـډلې ګجرات درې پياوړي لوبغاړي، د دې لوبډلې لوبډلمشر سريش راينا، د اسټراليا فينچ او د نيوزيلينډ مک کالم، وسوځول. دوى په شل اووريزو سياليو کې پراخې تجربې لري او سليزې يې هم جوړې کړې دي.

پر خواله رسنيو سربېره په هندي رسنيو کې هم د راشد ارمان د توپ اچونې صفتونه کېږي او يادونه کوي چې حيدر اباد لوبډله د راشد په پېرلو کې نه ده تېروتلې.

حيدر اباد لوبډلې راشد خان د ٤٠ ميليونه هندۍ کلدارو په امتياز اخيستى دى.

بلخوا د هند اوسېدونکي وايي، راشد خان په ښې لوبې کولو سره د هنديانو زړونه خپل کړي دي.

د نوي ډيلي اوسېدونکي محمد حامد پژواک خبري اژانس ته وويل، د راشد په شتون کې د حيدر اباد د ای پي اېل د ګټلو شونتيا ډېره ده.

حامد وايي: ((د لوبغاړو د پېرولو پر مهال خلکو دا فکر نه کاوه چې افغان لوبغاړي دې واخيستل شي او که واخيستل شي نو د ښې لوبې تمه ترې ځکه نه کېده چې موږ يې لوبې له نږدې نه وې لېدلې، خو راشد زموږ د توقع خلاف ښه لوبه وکړه.))

نوموړي هيله وکړه، د ای پي اېل تنظيموونکي او په ځانګړې ډول لوبډلې بايد په راتلونکو سيزنونو کې نور افغان لوبغاړي واخلي او د لوبېدو موکه وکړي.

انيس حليم چې د حيدراباد په عثمانيه پوهنتون کې د عامه ادارې د ليسانس دورې محصل دی، وايي چې د راشد د ښه لوبېدو له امله يې هندي ټولګيوال ده ته مبارکيانې ورکوي.

حليم پژواک اژانس ته وويل: ((راشد په ټول هند کې مينه وال پيدا کړي، خو په حيدر اباد کې يې مينه وال خورا زيات دي؛ ځکه د دغه ايالت د ټېم لپاره لوبه کوي.))

نوموړي زياته کړه، داسې ښکاري چې په راتلونکي ای پي اېل لوبو کې د افغان لوبغاړو ځای حتمي شو.

دغه راز د حيدر اباد لوبډلې هم خپلو په ټولنيزو شبکو (فېسبوک او ټويټر) کې د راشد خان صفتونه کوي او هغوى ته د (افغان ستوري) (غټ ستوري، پياوړي ستوري، افغان زمري) او داسې نور لقبونه ورکړي دي.

تر پرونۍ لوبې وروسته هندي تبصره کوونکو ويل چې په حيدر اباد کې (چيکن برياني) د چرګ وريجې مشهوره غذا ده، خو نن په حيدر اباد کې د افغانستان راشد خان مشهور دى.

د حيدر اباد لوبـډلې تر پرونۍ بريا وروسته د راشد خان په وياړ مراسم نيولي وو او کيک يې پرې کړل.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement