د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اتمر : نږدې وخت کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ نوي هوکړه لیکونه لاسلیک شي

اتمر : نږدې وخت کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ نوي هوکړه لیکونه لاسلیک شي

Apr 13, 2017 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وری ٩۶): د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار وايي چې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ په همکارۍ به د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې وسله وال مخالفين وځپل شي.

محمد حنيف اتمر چې د وري په ۲۴مه يې په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په انګړ کې  ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د پيل شويو داعش ضد عملياتو ارزونه کوله، دا څرګندونې وکړې.

هغه وويل، حمزه عمليات د ولسمشر د ځانګړي امر له مخې په ننګرهار ولایت کې پیل شوي چې په ترڅ کې به يې دغه ولایت په بشپړ  ډول د داعش له شتون څخه پاک شي .

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې دغه راز د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، د ختیځ زون سرحدي او عامه نظم پولیسو قوماندانانو، ننګرهار والي او امنیه قوماندان، د ملي امنیت ريیس او ګڼ شمیر نورو لوړ پوړو مسوولینو ګډون کړی وو.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار د خپلو خبرو پر دوام زياته کړه: (( داعش او نور ترهګر غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه نورې نړۍ ته تهدیدونه رامنځته کړي او له دې لارې افغانستان د نړۍ په کچه بدنامه کړي،خو نړیوالو ته پيغام ورکوم چې موږ په افغانستان کې د داعش هېڅ پټنځای نه پرېږدو او له دې لارې له نړۍ او بشریت سره مرسته کوو.))

نوموړي ډاډ ورکړ چې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ په همکارۍ به د ننګرهار سربېره د دې هېواد په ټولو سیمو کې داعش او نور وسله وال مخالفین وځپي او افغانستان به د دوی له شتون څخه پاک کړي .

 اتمر په نږدې راتلوونکي کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د نویو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو خبر هم ورکړ چې له مخې به يې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره ځانګړې همکارۍ ترسره کړي .

د ملي امنیت سلاکار ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د کانال فارمونو د ساتنې قطعې،حوزو، سیمه ییزو پولیسو د ګومارنې،ځانګړو عملیاتو ترسره کولو او نورو برخو کې ننګرهار ادارې سره ولسمشر بشپړ همکار او ملاتړی دی .

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال نیکلسون په ننګرهار کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په لړ کې د امنیتي منسوبینو ترمنځ د همغږۍ ستاینه وکړه او د یادو عملیاتو د بریالیتوب په موخه یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

هغه وویل: (( په نړۍ او افغانستان کې د داعش وسله والو له منځه وړل د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د لومړیتوبونو څخه دي او په افغانستان کې دغه چاره له ننګرهار ولایت څخه پیل کړي.))

هغه ژمنه وکړه چې د عملیاتو پر مهال به له کورنیو ځواکونو سره لا زیاته د هوایي ځواک او نورې مرستې ترسره کړي،ترڅو ننګرهار او ټول افغانستان د داعش له شتون څخه پاک شي.

د سیلاب قول اردو قوماندان بریدجنرال محمد زمان وزیري وویل، د پیل شوو حمزه عملیاتو په ترڅ کې په اچین او کوټ ولسوالیو کې تر دا مهاله د ګڼ شمېر قوماندانانو په ګډون ۳۲۶ داعش وسله وال وژل شوي،چې زیات شمېر یې بهرنیان دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له راغليو چارواکو څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې يې د داعش ځپلو په موخه د حمزه په نوم پیاوړي عملیات پیل کړي .

نوموړي خوښي وښوده چې له عملیاتو وروسته د پاکو شوو سیمو د ساتنې په موخه په اچین او کوټ ولسوالیو کې امنیتي بېزونه او پوستې جوړیږي او ډاډ یې ورکړ چې د دې چارې په ترسره کېدو سره به ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شي.

هغه له یادو لوړ پوړو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې د داعش ځپلو ترڅنګ د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه هم ځانګړي عملیات پلان او ترسره کړي.

ننګرهار والي په دې ولایت کې د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د چارو ګړندیتوب په موخه د امنیتي تدابیرو د نیولو،د منظور شوو پنځو حوزو او کانال پنځه سوه کسیزې قطعې چارو د وروستیو کېدو او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د سیمه ییزو پولیسو د ګومارنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ملي امنیت عمومي ريیس معصوم ستانکزي،د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم د خپلو خبرو پر مهال پیل شوي عملیات بریالي وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د پاکو شوو سیمو ساتنه به کوي،څو بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي .

دوی همداراز ټینګار وکړ چې د امنیت د ټينګښت په موخه دې له ولسونو سره له نږدې کار وشي،څو د بیا ځل لپاره د ولس په منځ کې تخریب کاره کړۍ ځای پیدا نه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement