د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د کوچیانو ۶۴ زره کورنۍ په ستونزو کې ژوند کوي

په کندهار کې د کوچیانو ۶۴ زره کورنۍ په ستونزو کې ژوند کوي

Apr 16, 2017 - 16:54

کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۹۶): په کندهار کې د کوچیانو شاوخوا ۶۴ زره کورنۍ مېشتې دي خو روغتیا او زده کړو ته د نه لاسرسي تر څنګ یې د اوبو او سرپناه نشتوالي ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دې تر څنګ د کوچیانو زرګونو کورنیو د بېلابېلو ستونزو له امله خپله مالداري له لاسه ورکړې او اوس یې ښاري ژوند غوره کړی دی.

د کندهار مېشتو کوچیانو په استازولۍ حاجي ملک اکا ګيله وکړه چې د ژوند له اسانتياوو بې برخې دي او حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل: ((لومړنۍ ستونزه مو دا ده چې ماشومان مو له څارویو سره لویان کېږي او له زده کړې بې برخې دي، بل دا چې په سیمو کې مو روغتیايي اسانتیاوې نشته کله چې څوک ناروغ شي نو کورني درمل ورکوو، په کار ده په دې برخو کې له موږ سره مرسته وشي.))

دی وايي، کوچيان هم د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر پر حکومت حق لري چې د ژوند اسانتياوې ورته برابرې شي.

د ده په خبره، هغوی د موسمونو د بدلون پر مهال د خپلو اړتياوو له مخې مجبور دي چې له يوې سيمې بلې ته کډه وکړي، خو ستونزه دا ده چې د دوى لپاره ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نشته.

د حاجي عزیز په نوم یوه کوچي پژوک اژانس ته وویل، د کوچیانو زرګونو کورنیو د وچکالیو، د څړځایونو د نشتوالي، نا امنیو او نورو ستونزو له امله خپلې مالدارۍ له لاسه ورکړي او مجبور شوي چې ښاري ژوند ته مخه کړي.

خو دی وايي، په دې برخه کې له راز راز ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، پر کومو ځمکو چې دوی اوسېږي د ځايي خلکو له خوا ستونزې ورته جوړېږي.

ده دغه راز بله ستونزه د اوبو د نشتوالي یاده کړه او ویې ویل، کوچیان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، کوچۍ مېرمنې او ماشومان مجبور دي د اوبو د راوړلو لپاره تر لرې مزل وکړي.

د الله داد په نوم یوه بل کوچي هم د ورته ستونزو یادونه وکړه خو ویې ویل، تر ټولو جدي ستونزه د پوهنې او روغتیا په برخو کې د خدماتو د نشتوالي ده.

ده پژواک ته وویل: ((ماشومان مو له زده کړو بې برخې دي ځکه ښوونځي نه دي ورته جوړ شوي، دغه راز کوچیانو ته روغتیايي مرکزونه هم نه دي جوړ شوي چې له همدې امله ډېر مهال يې عادي ناروغۍ هم له ناروغانو ژوند اخلي.))

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګرځنده ښوونځي او روغتیايي مرکزونه دې ورته جوړ شي او د اوبو او سرپنا غم دې یې وخوړل شي.

په کندهار کې د کوچیانو چارو امر عبدالباري خروټوال هم وايي چې کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

خروټوال پژواک اژانس ته وویل، په کندهار کې شاوخوا ۶۴ زره کوچیان ژوند کوي چې نژدې ۳۳ زره کورنۍ د څارویو د له منځه تلو له امله ځايي شوي دي.

هغه زیاته کړه، ډېر کوچیان د کندهار ښار تر څنګ په اوو ولسوالیو دامان، ډنډ، ژیړۍ، پنجوايي، ارغنداب، شاولیکوټ او سپین بولدک کې استوګن دي.

دی وايي، هڅه یې کړې چې کوچیانو ته ګرځنده ښوونځي او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

د ده په خبره، د کندهار د پوهنې ریاست سره د کوچیانو لپاره لس سیمه ییز ټولګي جوړ کړي، خو دی وايي دا بسنه نه کوي، په کار ده ځانګړی ښوونځی ورته جوړ شي.

ده وویل، د کوچیانو عمومي ریاست په پلان کې لري چې د هېواد په کچه د کوچیانو لپاره پنځه ښوونځي او لېسې او  دوه لیلیې جوړې کړي.

نوموړې وايي، یاد شوي ریاست ته یې وړاندیز کړی چې له دې ډلې یوه لېسه او یوه لیلیه د کندهار د کوچیانو لپاره جوړ کړي.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي، په کندهار کې د کوچیانو لپاره یو ښوونځی لري، خو د کوچیانو د ماشومانو پر ځای په کې د ځايي خلکو اولادونه زده کړې کوي.

دی زیاتوي، دا چې کوچیان د استوګنې دایمي ځای نه لري او له یوې سیمې بلې ته د کوچېدو په حال کې دي، نو د ولسوالیو ټولو ښوونځیو ته یې مکتبونه لېږلي چې د کوچیانو د ماشومانو زده کړې ته پاملرنه وکړي.

خو ده یادونه وکړه چې د دې تر څنګ یې د کوچیانو لپاره د ښار په بېلابېلو څنډو کې  لس سیمه ییز ټولګي پرانیستي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، ولایتي اداره د کوچيانو د سر پناه، پوهنې او روغتيا لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.

هغه زیاته کړه، له مرستدویه ادارو یې هم غوښتي چې له کوچيانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

دی وايي، ولایتي ادارې د پوهنې او عامې روغتيا رياستونو ته سپارښتنه کړې چې په هغو سيمو کې دې ګرځنده ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې کوچیان په کې استوګنه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement