د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسيون له وسله وال مقاومت سره مخ شو

ننګرهار کې د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسيون له وسله وال مقاومت سره مخ شو

Apr 18, 2017 - 18:15

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ٩۶): د ننګرهار د کانال رييس په مشرۍ د کانال د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسيون هغه مهال له وسله وال مقاومت سره مخ شو، چې په دولتي ځمکه کې جوړ خپلسري کورونه يې نړول.

د کانال رييس غلام حضرت عبدالرحيمزي د وري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار يې غوښتل، چې د مقام خان په سيمه کې د کانال رياست اړوند ځمکه د غاصبينو له منګولو را ورګرځوي، چې د سيمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول.

ده زياته کړه، د سيمې خلکو پرې لومړی د تيږو ګوزارونه وکړل او وروسته يې پرې د سپکو وسلو ډزې هم کړې دي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، ډزې دوه اړخيزې وې او د دواړو لوريو (دولت او خلکو) د سپکو وسلو هوايي ډزې کولې.

د سيمې يوه اوسېدونکي حميدالله وويل، کله چې د کانال رياست مسوولين له پوليسو سره يوځای راغلل؛ نو خلکو پرې تيږې وار کړې، پوليس او مسوولين شاته ورګرځېدل؛ خو تر يو څه ځنډ وروسته چې بيا راستانه شول؛ نو خلکو پرې ډزې هم وکړې.

دی وايي، ډزې وروسته دوه طرفه شوې او ښايي د سيمې څه اوسېدونکي په کې ټپيان شوي هم وي.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي هجرت الله وويل، ځمکه دولتي ده؛ خو څرګنده نه ده، چې خلک د دولت په خوښه پراته دي او که په خپلسر.

نوموړی هم وايي، په ډزو کې يو شمېر ماشومان ټپيان شوي؛ خو ډزې له دواړو خواوو هوايي کېدلې.

عيني شاهدان وايي، نښتې نږدې نيسم ساعت دوام کړی او د کانال رياست د محافظ ټولي يو افسر هم په کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار کانال رييس هم وايي، په ياده نښته کې د کانال د محافظ ټولي د پوليسو يو افسر د سيمې اوسېدونکو د تيږو په ګوزارونو د سر په برخه کې لګېدلی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

بل لور ته د کانال رييس وايي، قانون دوى ته د ورته چلند اجازه نه ده ورکړې او دوى سيمه پرېښي او د بهسودو ولسوالۍ امنيتي چارواکو ورته د پاتې چارو د ترسره کېدو د بشپړېدو ډاډ ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال امنيتي ځواکونو ته د هغو غاصبينو د ويشتلو امر کړى، چې د غصب شويو ځمکو د خلاصون پرمهال ورته خنډونه جوړوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement