د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د افغانستان خاوره دې د وسلو د ازمایښت او نیابتي جګړې لپاره نه کارول کېږي"

"د افغانستان خاوره دې د وسلو د ازمایښت او نیابتي جګړې لپاره نه کارول کېږي"

Apr 19, 2017 - 16:25

کندهار (پژواک، ۳۰ وری ۹۶): د کندهار لسګونو ځوانانو په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان خاوره دې د وسلو ازمویلو او نیابتي جګړې لپاره نه کارول کېږي.

دغه ځوانان چې نن (د وري ۳۰مه) په کندهار پریس کلب کې سره راټول شوي وو، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې د تر ټولو لوی بم کارول د هېواد پر حریم او ملي حاکمیت تېری وباله.

تېره اوونۍ امريکايي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر يوه مهم مرکز تر ټولو غټ بم وغورځاوه چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دغه بر يد کې د ١٣ قوماندانانو په ګډون د داعش ٩٦ غړي وژل شوي دي.

ټولنیز فعال ناصر مبارز وویل، دلته یې د راټولېدو موخه دا ده چې د نړیوالو زبرځواکونو له خوا په افغانستان کې د وسلو د ازمایلو پر خلاف غږ پورته کړي.

هغه زیاته کړه، پر افغانسان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې نیابتي جګړه تپل شوې ده چې زیان یې افغانانو او ګټې یې د نړۍ زبرځواکونو ته رسېږي.

نوموړي په دې لړ کې څو ورځې مخکې د امریکا له خوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو پر پټنځای د تر ټولو لوی بم د کارولو یادونه وکړه چې په دې توګه هغوی دلته خپله وسله وازمویله او خپلو رقیبانو ته یې زور وښود.

مبارز د امریکا دغه کړنه د افغانستان د حریم، خپلواکۍ او ملي ګټو خلاف وبلله او ویې ویل امریکا دې په افغان خاوره کې نیابتي جګړه نه کوي.

د هارون طرزي په نوم یوه بل ځوان هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل امریکا حق نه لري چې له افغان خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونه وګواښي.

دی وايي، دا سمه ده چې داعشیانو پر افغان ولس سخت ظلمونه کړي دي خو د هغوی پر محدود شمېر کسانو د تر ټولو لوی بم کارول له خلکو سره پوښتنې پیدا کړې دي.

نوموړي دغه راز د امریکا پر کردار له دې امله هم نیوکه وکړه چې پاکستان هره ورځ پر ډیورنډ کرښه بریدونه کوي خو پر وړاندې یې چوپ پاتې دي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو ځوانانو هم خبرې وکړې او ویې ویل اجازه نه ورکوي چې د نړي زبر ځواکونه دې افغانستان د خپلو وسلو د ازمایلو او نیابتي جګړې لپاره وکاروي.

د غونډې په پای کې پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې له حکومت څخه غوښتنه شوې وه چې په افغانستان کې دې نیابتي جګړې مخنیوی وکړي نه دا چې د یوه طرف د ګټې ساتنې لپاره د هغوی تېري ته مشروعیت ورکړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو: ((د ملي وحدت حکومت له خوا د درنو وسلو د کارولو هرکلی په هېواد کې نړیوالو جګړه ییزو سیالیو ته زمینه برابروي، حکومت باید خپل اهلیت او استقلالیت ثابت کړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له حریم څخه ناسمه استفاده وشي که داسې نه شي کولای نو ولس به یې ناکام او نامشروع وګڼي.))

دغه راز یادونه شوې وه چې د امریکا له خوا د درنو وسلو ازمایل، د ملکي خلکو وژل او د امنیتي تړون په نوم خپلو ظلمونو ته مشروعیت ورکول د تېري او اشغال په معنا دی، که هغوی له دغه راز خپلسریو لاس وانخلي نو د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په پرېکړه لیک کې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د امریکا چوپتیا هم له افغانستان سره خیانت بلل شوی و.

په کندهار کې لسګونه ځوانان په داسې حال کې د ننګرهار په اچین کې د امریکا له خوا د تر ټولو لوی بم د کارولو پر ضد غږ پورته کوي چې څو ورّځې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د دغې کړنې پر وړاندې توند غبرګون وښود او له دې امله یې پر امریکا او ملي وحدت حکومت سختې نیوکې وکړې.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement