د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان په غلچکي برید کې وژل شوی

کندهار کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان په غلچکي برید کې وژل شوی

Apr 24, 2017 - 10:28

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۶): وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه قوماندان ډزې کړي او وژلی یې دی.

پېښه تېره شپه د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ارګ په سیمه کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د تور جان په نوم د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان د میوند ولسوالۍ په ملنګ کارېز سیمه کې دنده لرله.

سرچینه زیاتوي، هغه تازه کندهار ښار ته راغلی و چې تېره شپه ورباندې وسله والو موټر سایکل سپرو ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

هدفي وژنې او غلچکي بریدونه په کندهار کې جدي امنیتي ننګونه ګڼل کېږي چې ډېر مهال یې په ترڅ کې پولیس، دولتي چارواکي او قومي مخور په نښه کېږي.

په تېرو کلونو کې په دغه راز پیښو کې سلګونه کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement