د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ولسمشر دې د هغه فساد مخه ونيسي چې د ملي اردو د سرتېرو ژوند ګواښي"

"ولسمشر دې د هغه فساد مخه ونيسي چې د ملي اردو د سرتېرو ژوند ګواښي"

Apr 25, 2017 - 09:38

کندهار (پژواک، ٥ غويی ۹۶): کندهار مېشتو لسګونو ځوانانو د شاهین قول اردو په غمیزه کې د وژل شوو سرتېرو د روحونو د خوښۍ په پار د قران کریم ختم وکړ، د هغوی په یاد یې شمعې بلې کړې او په دې توګه یې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه.

دغه مراسم پرون ماښام ناوخته د کندهار ښار په عینو مېنه کې جوړ شوي وو.

ګډونوالو له ځان سره شعارونه او د ملي اردو د سرتېرو تصویرونه هم لرل چې پرې لیکل شوي وو: "پر ملي اردو برید د افغانستان پر ناموس برید دی"، د ملي اردو وژل د خپل کور ورانول دي"، پیاوړی پوځ د یوه پیاوړي هېواد او ملت ښکارندويي کوي، راځئ د هغوی تر شا ودرېږو"، ملي اردو د ملي یووالي سمبول دی"

دغه راز دغو ځوانانو له ولسمشر څخه هم ځينې غوښتنې لرلې: "ولسمشره! د هغه فساد مخه ونیسه چې د ملي اردو د سرتېرو ژوند ګواښي"، "ولسمشره! ملي اردو د مافیايي کړیو او فاسدو چارواکو له منګولو وژغوره"، "ولسمشره! د امنیتي ځواکونو په سر کې هېوادپالونکي، مسلکي او ملي ګټو ته ژمن کسان په دندو ګوماره.

د ګډونوالو له ډلې کندهار مېشتي دیني عالم او ټولنیز فعال عبدالغفور پېروز پژواک خبري اژانس ته وویل، په مزار شریف کې د شاهین قول اردو پر سرتېرو شوی برید د اسلام د سوله ییز تعبیر او انساني اقدارو خلاف عمل او په تمامه معنا یو وحشت دی.

هغه زیاته کړه: "موږ ټول په یوه غږ دغه برید غندو، له حکومت څخه د پېښې جدي پلټنه او عاملینو ته یې سخته سزا غواړو."

د ده په باور، دغسې بریدونو ته هغه کسان لار هواروي چې د حکومت په داخل کې یې نفوذ کړی، د ترهګرو دغه نفوذي کړۍ باید وپېژندل شي او پر وړاندې یې قاطع او جدي اقدام وشي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دغسې پېښو د نه تکرار لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

پېروز پر ولس هم غږ وکړ چې دغسې پېښې دې عادي نه نیسي؛ ځکه د هېواد کورني او بهرني دښمنان غواړي په دغسې کړنو زموږ د هېواد جوړولو اراده له ننګونو سره مخ کړي.

د کندهار پوهنتون استاد محمد شعیب وحدت وویل، ولسمشر ژمنه کړې وه چې په امنیتي ارګانونو کې به اصلاحات راولي او دغه بنسټونه به د سیاسي سلیقو نه قرباني کېږي، خو داسې و نه شول.

ده زیاته کړه، له بده مرغه په دغو بنسټونو کې د ریفورم او اصلاحاتو چارې په دې وروستیو کې هغه چا ته وسپارل شوې چې موده مخکې یې د نظام د چپه کولو خبرې کولې.

نوموړي دا هم وویل چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سالم مدیریت نشتوالی او د اکمالاتو او تجهیزاتو په برخه کې ناغېړي هغه موضوعات دي چې دغه ارګانونه یې له ګواښونو سره مخ کړي او د سمون لپاره یې باید جدي قاطع اقدام وشي.

د اسدالله په نوم یوه ځوان هم د شاهین قول اردو پر غمیزه سخت خپګان وښود او ویې ويل، ولسمشر باید د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه په خپله عمل وکړي، دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او چا چې غفلت کړی وي، سخته سزا ورکړي.

ده وویل، دا د ولسمشر او حکومت دنده ده چې د ملي اردو او ټولو امنیتي ځواکونو د تلفاتو کمولو په موخه له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د یادونې ده، پر شاهین قول اردو برید د هېواد په کچه خلک سخت خپه کړي او په سختو ټکو یې غندلی دی.

په دې لړ کې نن د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز هم له خپلو څوکیو استعفاوې وکړې او د ولسمشر له خوا ومنل شوې.

په مزار شریف کې پر شاهین قول اردو برید چې څلور ورځې وړاندې د جمعې د لمانځه پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا تر سره شو، له ١٤٠ زيات سرتېري وژل شوي او ١٥٠ نور ټپيان شوي دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement