د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د غنمو داصلاح شوي تخم توليد پيل شوى

په کندهار کې د غنمو داصلاح شوي تخم توليد پيل شوى

May 03, 2017 - 10:58

کندهار (پژواک، ١٣ غويى ۹۶): د کندهار د اصلاح شوو تخمونو د تصدۍ مسوولين وايي، په دې ولايت کې يې د اصلاح شوو تخمونو د توليد په موخه پر ۳۲۷ جريبه ځمکه غنم کرلي دي.

د دوی په خبره، دغه ګام کلونه وروسته اخيستل کېږي او په دې توګه غواړي کندهار د اصلاح شوو تخمونو د توليد په مرکز بدل کړي.

په کندهار کې د اصلاح شوو تخمونو تصدۍ امر عبدالوهاب افغانمل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له شاوخوا ۲۰ کلونو وروسته يې د لومړي ځل لپاره د اصلاح شوو تخمونو د توليد په موخه غنم کرلي دي.

هغه زياته کړه، دغه غنم يې د ترنک فارم په ۳۲۷ جريبه ځمکه کې کرلي چې ۳۰۰ جريبه ځمکه يې په اجاره ورکړای شوې ده.

افغانمل وايي، له دغه کښت څخه به د غنمو درې ډوله اصلاح شوی تخم تر لاسه کړي او وروسته به يې شرکتونو ته ورکړي، څو هغوی يې پر کروندګرو ووېشي.

د ده په خبره، له دې سره به په کندهار کې د غنمو کښت وده وکړي او خلک به په لوړ کيفيت ښه حاصلات ور څخه تر لاسه کړي.

افغانمل زياتوي، ستونزه دا ده چې نه يوازې کندهار بلکې د هېواد نورو ولايتونو ته هم اصلاح شوي تخمونه له بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي چې هم يې لګښت ډېر دی او هم ډېر مهال ښه حاصل نه ورکوي.

دی وايي، له همدې امله ورسره فکر پيدا شو چې دغې ستونزې ته بايد د حل لاره ولټول شي او په کور دننه اصلاح شوي تخمونه توليد شي.

ده وويل، تر دې وړاندې د ترنک فارم ځمکې کروندګرو ته په اجاره ورکول کېدې چې هغوی به پرې خټکي او هندواڼې کرلې، خو دا لومړی ځل دی چې دوی پرې د اصلاح شوو تخمونو د تر لاسه کولو په موخه غنم وکرل.

خو نوموړي د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه چې که په وينا يې دولت مرسته ورسره وکړي، نو کولای شي د کندهار ترڅنګ د سوېلي زون د ولايتونو لپاره هم د اصلاح شوو تخمونو اړتيا پوره کړي.

دی وايي، پخوا ترنک فارم ۵۳۲۷ جريبه ځمکه لرله، چې د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال يې پنځه زره جريبه ځمکه د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون ته ورکړل شوه او يوازې ۳۲۷ جريبه ځمکه د اصلاح شوو تخمونو د وېش تصدۍ ته پاتې شوه.

نوموړی غوښتنه کوي چې که يوه اندازه نوره ځمکه دوی ته په واک کې ورکړل شي نو د اصلاح شوو تخمونو د توليد کچه به ورسره ډېره شي.

دغه رار نوموړي د ماشينريو او نورو تخنيکي برخو کې هم د دولت پاملرنه وغوښته.

افغانمل وايي چې له غنمو وروسته په پام کې لري د جوارو او سويابينو اصلاح شوي تخمونه هم توليد کړي او کروندګرو ته يې په واک کې ورکړي.

د کندهار د کرنې رييس انجنير سيد حفيظ الله سيدي هم وايي چې د اصلاح شوو تخمونو د وېش تصدۍ کلونه وروسته د لومړي ځل لپاره د درې ورايټي  په نوم غنم کرلي چې غوره اصلاح شوي تخمونه به توليد کړي.

دی وايي، په دې توګه به په کور دننه د اصلاح شوو تخمونو اړتيا پوره شي او د خلکو حاصلات به لوړ کيفيت ولري او ډېر به شي.

نوموړي زياته کړه، د کرنې رياست له اړوندې ادارې سره د ماشينرۍ، تخنيکي برخو، ابيارۍ او د امراضو او افاتو د کنټرول په برخه کې مرسته کولای شي.

سيدي غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د دغسې تصديو فعاليت ډېر اغېزمن دی او کولای شي خلک د کرنې په برخه کې په خپل ځان بسيا او وده وکړي.

د کندهار د بېلابېلو ولسواليو کروندګر وايي  چې په دې ولايت کې د اصلاح شوو تخمونو توليد د دوی لپاره خوشحالوونکی زېری دی.

د دامان ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېر مهال کرونګر د کرنې رياست او نورو مرستندويه موسسو ته په تمه وي چې د اصلاح شوو تخمونو مرسته ورسره وکړي.

ده زياتوي، ډېر مهال دغه تخم له نورو هېوادونو راوړل شوی وي چې دلته ښه نتيجه نه ورکوي، ځکه له دې مخکې دلته نه وي تجربه شوي.

خو د نوموړي په خبره، که هغوی دا وړتيا ولري چې په کور دننه اصلاح شوي تخمونه توليدا کړای شي نو دا به د کرنې په وده او د ښو حاصلاتو په اخيستو کې ډېره مرسته وکړي.

دی وايي، په دې توګه به خلک وهڅېږي چې غنم ډېر وکري او په دې توګه پر نورو هېوادونو تکيه کمه شي، ځکه دلته هومره غنم نه کرل کېږي چې د خلکو اړتيا پوره کړي.

خو د اصلاح شوو تخمونو د تصدۍ امريت وايي چې که دولت ورته پاملرنه وکړي او د ځينو تخنيکي وسايلو او ماشينرۍ مرسته ورسره وکړي نو د اصلاح شوو تخمونو د توليد چارې ته دوام ورکوي، څو نه يوازې د کندهار، بلکې د ډېرو نورو ولايتونو اړتياوې هم پوره کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement