د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حرکت انقلاب اسلامي: علماء د سولې لپاره مهم رول لوبولى شي

حرکت انقلاب اسلامي: علماء د سولې لپاره مهم رول لوبولى شي

May 04, 2017 - 13:55

جلال اباد (پژواک، ۱۴ غويی ٩۶): د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د ديني علماوو پر رول ټينګار وکړ او دغه راز يې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره يو ځای شي.

د ياد ګوند غړو دا څرګندونې د غويي په ۱۴مه په جلال اباد ښار کې د ياد ګوند له لوري په ختيځو ولايتونو کې د سيرت النبي ترسره شوو سياليو د پایلو د اعلان په لويه غونډه کې چې ورته سلګونه ديني عالمان او د يادې سيالۍ ګډونوال راغلي و، وکړې.

په دې غونډه کې دغه راز د ننګرهار او لغمان واليانو او د کونړ او نورستان ولايتونو ځينو مسوولينو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د خلکو حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي عبدالحکيم منيب وويل چې ګوند يې په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هر راز هڅو ملاتړی او د دغه بهير د غښتلتيا په خاطر يې د حزب اسلامي د مشر حکمتيار د راتګ هرکلی وکړ.

هغه زياته کړه چې د امن د راتګ لپاره د اسلامي حدودو پلي کېدل اړينه خبره ده او دغه برخه د عملماوو په موجوديت کې ښه پایله ورکولی شي.

د منيب په وينا، حرکت انقلاب اسلامي ګوند په هېواد کې د ټولو ستونزو د حل لپاره مبارزه پيل کړې، چې د اخلاقي فساد، مسکراتو او مخدراتو، امن راتګ او ځينو نورو ستونزو د حل په موخه يې د سيرت سيالۍ پيل کړې دي.

په ختيځ زون کې د ياد ګوند مشر او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د سولې په راتګ کې د علماوو پر رول ټينګار وکړ او دغه راز يې پر وسله والو ډلو او په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي مولوي سميع الله ريحان وويل چې په ختيځو ولايتونو کې د سيرت النبي ترسره شوې سيالۍ کې ۶۵۰ کسانو ګډون کړی و چې له ډلې يې ۸۵ تنه ښځې او نجونې وې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له يادو کسانو څخه ۲۷ يې بريالي شوي چې ۷ تنه به يې حج او عمرې ته واستول شي او دغه راز شلو نورو ته يې هم د ډاليو زمينه برابره کړې ده.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين ډاکټر شفيق الله صميم د حرکت انقلاب اسلامي ګوند له مسولينو مننه وکړه چې د خلکو د اذهانو د روښانولو او دغه راز د اسلام د ستر پيغمر په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکړې لپاره يې دا ډول ستره سيالي ترسره کړه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم له ياد ګوند مننه وکړه او په نورو احزابو يې هم غږ وکړ چې د خپلو سياسي مبارزو تر څنګ دې د ولسونو د ذهنونو د روښانولو لپاره هم کار وکړي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي بيا په خپلو خبرو کې د سولې د راتګ لپاره د ديني عالمانو رول مهم ياد کړ او دغه راز يې پر وسله والو ډلو غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

هغه په هېواد کې روانه جګړه هغه پردۍ جګړه ياده کړه چې په خبره يې د افغانانو د وژلو لپاره له هېواده بهر طرحه شوې او دلته عملي کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement