د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپین بولدک په لقمان سیمه کې څه تېر شوي

د سپین بولدک په لقمان سیمه کې څه تېر شوي

May 07, 2017 - 13:40

کندهار (پژواک، ۱۶ غویی ۹۶): د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لقمان سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته چوپتیا خپره ده او په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو وتلې دي.

ها خوا د سپین بولدک په بازار کې کاروبار په ټپه درېدلی، لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بنده ده او په زرګونو مسافر چې ډېری یې ناروغان دي، د لارې خلاصېدو په تمه د سړک پر څنډو او هوټلونو کې انتظار دي.

که څه هم د دواړو لورو تر منځ له یوولس ساعته سختې جګړې وروسته اوربند شوی، خو د لقمان په کلي کې د ملکي خلکو ځای امنیتي ځواکونو نیولی چې له خپلو وسلو او زغره والو موټرو سره د تیارسى په حال کې دي.

دغې سیمې ته د سرحدي ځواکونو تر څنګ د ملي اردو د ضربتي ځواک هم له خپلو زغره والو موټرو سره رسېدلي او د کلي په هره کوڅه او ډاګ کې تر سترګو کېږي.

خو د افغانستان امنیتي ځواکونو ته په ډېر ډېر نژدې واټن (۱۰۰ مترۍ) کې پاکستاني پوځیان هم تر سترګو کېدل چې د خړو کورونو پر سرونو یې سنګرونه نیولي وو.

همدلته نژدې د پاکستاني ځواکونو یو زغره وال موټر هم تر سترګو کېده چې د افغان ځواکونو له خوا په جګړه کې ویجاړ شوی و.

له جګړې وروسته نن د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې همدې سیمې ته لاړو چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه وه.

د دغې سیمې د لیدو لپاره مو له کندهار ښاره تر سپین بولدکه ۱۰۰ کیلومتره سفر وکړ.

لقمان کلي ته په رسېدو پولیسو ودرولو، له پوښتنې ګروېږنې وروسته یې پوره همکاري وکړه او پر کږو وږو خامه لارو یې د جګړې تر لومړۍ کرښې بدرګه کړو.

سیمه ټوله امنیتي ځواکونو نیولې وه خو ځای ځای یو نیم ملکي خلک هم ښکاره کېدل چې په کورونو کې پاتې وو او ماشومان یې خوندي سیمو ته لېږدولي وو.

د لقمان سیمې یوه اوسېدونکي عبدالصمد چې د خپل کور مخ ته ولاړ  و پژواک خبري اژانس ته وویل: ((شپه له نیمايي تېره وه، ټول ویده وو چې ناڅاپه د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې، له ډزو سره د ماشومانو ژړاوې هم مل شوې او شېبه په شېبه وېره زیاتېدله.))

ده زیاته کړه، تر ډېره نه پوهېدل چې څه روان دي، خو جګړه ساعت په ساعت سختېده او له هر لوري د مرمیو باران و.

د ده په خبره، وروسته د یوه او بل له خولې خلک خبرېدل چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر پوستو برید پيل کړی دی او دا مهال نور ځواکونه هم را رسېدلي وو.

دی وايي، له جګړې سره له یوه او بل کوره د خلکو د ټپي کېدو خبرونه هم راتلل، بالاخره مجبور شول چې کورنۍ خوندي سیمو ته ولېږدوي.

نوموړي وویل، خپله کورنۍ یې بل کلي ته لېږدولې ده او په خپله په کور کې پاتې دی.

د ده په وینا، له اوربند سربېره نن په دویمه ورځ هم کلی تر ډېره تش دی او تللې کورنۍ بیرته نه دي راستنې شوې، ځکه وېرېږي چې بیا جګړه ونه شي.

هغه چې د پاکستان په برید سخت غوسه و وویل، دغه هېواد کله هم له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه چلند نه دی کړی، بلکې تل یې افغانان ځورولي، ستونزې یې جوړې کړي او ان تر دې چې مخامخ تېری یې کړی دی.

دی وايي، د پاکستان برید د دغه کلي خلکو ته هم مالي او هم ځاني زیانونه اړولی چې یوه مېرمن وژل شوې او شاوخوا ۲۳ تنه نور چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

له دې ځایه نور هم وړاندې ولاړو او هغه ځای ته مو ځانونه ورسول چې د جګړې لومړۍ کرښه وه.

همدلته افغان او پاکستاني ځواکونو د یو او بل لوري په سل مترۍ کې سنګرونه نیولي وو او ټول ګوته په ماشه وو.

همدلته مو له سرتېرو سره د جګړې په اړه خبرې کولې چې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال حاجي جانان راغی، له هغه مو د جګړې په اړه وپوښتل چې څنګه پیل شوه؟ لومړی جګړه چا پیل کړه؟ او اوس وضعیت څنګه دی؟

نوموړي قومندان وویل: ((د جمعې د ورځې د سهار پاو کم څلور بجې وې، زموږ ځواکونه همدلته ځای پر ځای وو چې په تیاره کې د پاکستان ځواکونو د زغره وال ګاډو د څراغونو رڼا را ښکاره شوه، هغوی له ډیورنډ کرښې را واوښتل، د افغانستان خاورې ته داخل شول، موږ هغوی درېش کړل، خو و نه

ودرېدل، څو ځله مو بیا د درېش غږ ورباندې وکړ، هغوی دا ځل ډزې راباندې وکړې او موږ یې هم پر وړاندې ډزې پیل کړې او جګړه ونښته.))

دی زیاتوي، جګړه د همدې ورځې تر دریو بجو روانه وه چې وروسته د مشرانو له خوا د اوربند امر وشو او جګړه ودرېده.

د ده په خبره، پاکستاني ځواکونو له اوربنده په استفاده وتوانېدل چې خپل مړي او ټپیان ولېږدوي.

ده په همدې سیمه کې د پاکستاني ځواکونو زغره وال موټر ته اشاره وکړه چې افغان سرتېرو ویشتلی او سوځولی و.

نوموړي وویل، د جګړې پر مهال ډېرې مرمۍ د خلکو په کورونو کې ولګېدې چې یوه مېرمن یې ووژله او ۲۳ نور یې ټپیان کړل، په ورته توګه ۴ سرحدي سرتېري هم ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

دی وايي، په دې جګړه کې پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو دوی ته یې کره شمېره معلومه نه ده.

ده وویل، د جګړې له امله د لقمان کلي تر زرو ډېرې کورنۍ وتلي او خوندي سیمو ته تللي دي.

دغه قوماندان د جګړې د اصلي لامل په اړه وویل چې څو ورځې وړاندې سرحدي ځواکونو د پاکستان د هغو مامورینو د کار مخنیوی کړی و چې غوښتل یې دغلته سرشمېرنه وکړي چې وروسته یې په غبرګون کې پاکستاني ځواکونو پر دوی برید وکړ.

دی وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم لاندې کړي او د وینې تر وروستي څاڅکي به یې پر وړاندې درېږي.

د ده په خبره، اوس که څه هم اوربند شوی خو ځواکونه د تیارسي په حال کې دي او د خپلو مشرانو امر ته انتظار دي.

د شوې جګړې له امله ها خوا د سپین بولدک په بازار کې هم خاموشي خپره ده، کاروبار په ټپه ولاړ دی، لار د هر راز تګ راتګ لپاره بنده ده او په زرګونو مسافر چې ډېری یې ناروغان دي، د لارې د خلاصېدو په تمه د سړک پر څنډو او هوټلونو کې دېره دي.

د اغا جان په نوم یوه سپین ږیري پژواک ته وویل چې تېره ورځ د زابل له کلات څخه سپین بولدک ته راغلی، د معدې ناروغي لري، غوښتل یې د درملنې لپاره کوټې لاړ شي، خو همدلته بند پاتې دی.

ده زیاته کړه، دلته په سلګونو خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي د لارې د خلاصېدو په تمه په ځايي هوټلونو کې دېره شوي چې ډېری یې ناروغان دي.

دی وايي، خلک سخت په تکلیف کې دي، د هوټلونو بیې لوړې دي، خو بیرته خپلو کورونو ته هم نه شي تللای.

د احمد شاه په نوم یوه بل مسافر له بغلان ولایت څخه راغلی، دی وايي کورنۍ یې په کراچۍ کې ژوند کوي او دی په مېلمستیا راغلی و، خو کله چې بیرته ستنېده نو لار وتړل شوه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، پیسې یې خلاصې شوې او نور په هوټل کې د شپې تېرولو لپاره پیسې نه لري، خو ها خوا یې کورنۍ ورپسې پرېشانه ده.

ده د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له افغانستان سره دې د ښه ګاونډیتوب له مخې چلند وکړي او افغانان دې په یوه او بله بهانه نه ځوروي.

د دې تر څنګ په سپین بولدک کې کاروبار هم په ټپه درېدلی او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د پهلوان په نوم یوه سوداګر پژواک ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې دا څووم ځل دی چې پاکستان لاره تړي، یو ځل یې څه موده مخکې د یوې میاشتې لپاره تړلې وه چې خلکو ته یې په میلیونونو افغانۍ زیان واړوه.

دی وايي، دا ځل چې بیا لاره تړل شوې نو نه یوازې دلته کاروبار په ټپه درېدلی، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار لارۍ هم ولاړې دي چې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي د دواړو هېوادونو پر حکومتونو غږ کوي چې که هره ستونزه وي نو تجارت او سوداګري دې د سیاست نه ښکار کوي.

خلک په تمه وو چې پرون به د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې ستونزه هواره شي او لار به خلاصه شي خو دغه دویمه غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده.

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو پرون مازدیګر ناوخته یو ځل بیا د دواړو لورو تر منځ پر شوې نښتې خبرې وکړې خو د وړمې ورځې په څېر دا غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده.

دغه غونډه د دواړو لورو تر منځ د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په صفري برخه کې جوړه شوې وه چې له افغان لوري څخه په کې د سرحدي ځواکونو یو شمېر مسوولینو او له کابل څخه راغلي د ملی دفاع وزارت د اوپراسیون مرستیال جنرال احمدي ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو ونه ويل چې د دې ستونزې د حل لپاره به بله غونډه کله کوي خو زياته يې کړه چې په دې برخه کې به يو تخنيکي پلاوى وګومارل شي.

د يادونې وړ ده چې د سپین بولدک پر لار هره ورځ تر ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement