د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار خلکو پر افغان خاوره د پاکستان تېری وغانده

د کندهار خلکو پر افغان خاوره د پاکستان تېری وغانده

May 07, 2017 - 11:49

کندهار (پژواک، ۱٧ غويی ۹۶): د کندهار سلګونو اوسېدونکو د یوې احتجاجي غونډې له لارې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان خاوره د پاکستان تېری وغانده.

په دې غونډه کې چې د کندهار ښار په یوه شخصي سالون کې جوړه شوې وه، د کندهار د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.

دغه احتجاجي غونده د پاکستان د هغه برید په غبرګون کې جوړه شوې وه چې وړمه ورځ یې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په لقمان او جهانګیر سیمو کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو ترسره کړ.

د افغان او پاکستاني لوري تر منځ له هغه وروسته نښته وشوه چې پاکستاني مامورین له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان او جهانګیر سیمو کې يې سرشمېرنه کوله، خو افغان ځواکونو یې مخالفت وکړ.

په دې ١١ ساعته جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله هم واوښته.

د پاکستان دغې کړنې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې ویناوالو پاکستان پر ناسم ګاونډیتوب تورن کړ او پر افغان خاوره یې د هغوی تېری پر سختو ټکو وغانده.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان پاکستان ته اخطار ورکړ چې که بیا ځلې پر افغان خاوره ورته تېری وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه د پاکستان دا کړنه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یو څرګند تېری وباله.

د غونډې یوه بل ویناوال ډاکتر فاروق اعظم هم د پاکستان برید وغانده او ویې ویل افغانستان له امریکا سره امنيتي تړون لري، د همدغه تړون پر بنسټ باید یاد هېواد چوپ پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه، امریکا د دې پر ځای چې د تړون له مخې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او د پاکستان د تېري پر وړاندې غبرګون وښيي، د افغانانو د مرګ ژوبلې ننداره کوي.

د ولایتي شورا بل غړي حاجي فدا محمد وویل پاکستان تل له افغانستان سره دښمني کړې او له بېلابېلو لارو یې د دغه هېواد ټول بنسټونه وران کړي دي.

ده وویل افغانان نور د دغه حالت د زغملو توان نه لري او د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ به ودرېږي.

نورو ویناوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې نور دې د پاکستان د دغسې کړنو پر وړاندې خاموش نه پاتې کېږي او د خپل نظام او امنیتي ځواکونو تر شا دې ودرېږي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه وړمه ورځ له ١١ ساعتونو وروسته ودرېده، خو د سپین بولدک لار د هر راز ترافیکو پر مخ نن په درېيمه ورځ هم تړلې ده.

پر دغې لار هره ورځ تر ۲۵زرو زیات خلک د سوداګرۍ او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

د دغې لانجې د هواري به موخه پرون په دویمه ورځ هم د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې وشوې خو بې پايلې پای ته ورسېدې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement