د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي سلاکار ووژل شو

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي سلاکار ووژل شو

May 07, 2017 - 10:51

کندهار (پژواک، ۱۷ غويی ۹۶): د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي سلاکار او دیني عالم عبدالغفور پېروز د ناپېژاندو وسله والو په غلچکي برید کې ووژل شو.

پر نوموړي نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال ډزې وشوې چې له خپل کور څخه دفتر ته روان و.

د عبدالغفور پېروز ورور، زبیر افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالغفور پېروز د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د لویې ویالې په سیمه کې د هغوی له خپل کور سره وژل شوی.

هغه زیاته کړه، پېروز له کوره دفتر ته له وتو لږ وروسته وسله والو موټرسایکل سپرو ورباندې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم پېښه تاييدوي او وايي عبدالغفور پېروز له تېر یوه کال راهیسې د کندهار ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

هغه زیاته کړه، پولیسو د پیښې پلټنه پیل کړې ده، خو څوک نیول شوي نه دي.

دغې پېښې پر ټولنیزه ميډیا د خلکو سخت غبرګونونه پارولي او د عبدالغفور پېروز وژنه یې غندلې ده.

د یادونې ده چې عبدالغفور پېروز یو شمېر کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.

د هغه د وژنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

له بلې خوا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني پر نوموړي بريد او د هغه وژل په سختو ټکولى غندلي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، مولوي عبدالغفور پیروز د دیني عالم، مترجم او لیکوال په توګه د دیني لارښوونو او الهي ارشاداتو په رڼا کې خلک سوله ییز ژوند، وحدت او اخوت ته رابلل.

ولسمشر ويلي: "تروریستي ډلې او ګروپونه د اسلامي لارښوونو او ارشاداتو په ناسم تعبیر سره د خپلو جنایتونو د پټولو په خاطر دیني علما او هغه  منورین په نښه کوي چې د دوی جنایتونه رسوا کوي او دغه کوچني اقلیت ته د دې اجازه نه ورکوي چې د اسلام مقدس دین لارښوونې د خپلو ناوړه اعمالو د تعبیر او تفیسر لپاره وکاروي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement