د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان او پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې له صفري برخې پر شا شوي

افغان او پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې له صفري برخې پر شا شوي

May 08, 2017 - 17:01

کندهار (پژواک، ۱۸ غويی ۹۶): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې له صفري برخې څخه افغان او پاکستاني ځواکونه پر شا شوي دي.

دغلته د لقمان او جهانګیر په نومونو هغه کلي دي چې درې ورځې وړاندې په کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

خو د دې جګړې له امله لا هم پاکستاني لوري د سپین بولدک لاره بنده ساتلې ده او نن په څلورمه ورځ هم چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د دواړو لورو تر منځ ډزبندي وشوه، بیا جګړه نه ده شوې خو تېرې درې ورځې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه لا هم یو بل ته په سنګرونو کې ناست وو.

دی زیاتوي، همدا نن د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه د لقمان او جهانګیر له کلیو پر شا شوي چې د ډیورنډ کرښې صفري برخه ده او د دواړو لورو تر منځ په کې جګړه شوې وه.

د نوموړي په وینا، پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي ټیم به موضوع څېړي او ستونزې ته به د حل لاره پیدا کوي.

خو دی وايي چې پاکستاني لوري لا هم د سپین بولدک لاره تړلې ده او نن په څلورمه ورځ هم چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ستونزې د حل په موخه د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ دوه ځلې ناستې هم وشوې چې یو ځل له افغان لوري څخه د خبرو مشري د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او دویم ځل د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون مشر جنرال احمدي کوله.

په دغو خبرو اترو کې یوازې پر اوربند سلا شوې وه خو پر اصلي لانجه خبرې بې پایلې وې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، پاکستاني لوري تل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له اصولو سرغړونې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان سرحدي ځواکونه له ډيورنډ کرښې را اوښتي وو او غوښتل یې د افغانستان په خاوره کې سرشمېرنه وکړي چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

دی وايي، جګړه لومړی پاکستاني لوري پيل کړه او افغان ځواکونه مجبور شول چې له دوی سره جګړه وکړي او د دوی د تېري مخنیوی وکړي.

د ده په خبره، اوسمهال مرکز ته انتظار باسي چې دغه موضوع له اسلام اباد سره حل کړي او دلته ګډ تخنیکي ټېم راولېږي.

بلخوا د لارې بندېدو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته دروند زیان اړولی، بلکې هغه خلک هم له ستونزو سره مخ دي چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره پاکستان ته ځي.

د سپین بولدک پر لار هره ورځ تر ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

په سپین بولدک کې د یوه سوداګریز مرکز مشر صدیق الله خوشال وايي، هر ځل چې پاکستان لار تړي نو سوداګرو او خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اړوي.

دی وايي، دا ځل چې بیا لاره تړل شوې نو نه یوازې دلته کاروبار په ټپه درېدلی، بلکې د کرښې هغې غاړې ته په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار لارۍ هم ولاړې دي چې د راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي د دواړو هېوادونو پر حکومتونو غږ کوي چې تجارت او سوداګري دې د سیاست نه ښکار کوي.

په سلګونو کسان چې غواړي پاکستان ته د درملنې او نورو تجارتي کارونو لپاره لاړ شي وايي، د لارې د خلاصېدو په تمه همدلته بند پاتې دي.

د عبدالرحمن په نوم یوه کس پژواک اژاس ته وویل، په سلګونو خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي د لارې د خلاصېدو په تمه په ځايي هوټلونو کې دېره دي چې ډېری یې ناروغان دي.

دوی غوښتنه کوي چې لار دې د ناروغانو او سوداګرۍ پر مخ خلاصه شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement