د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپین بولدک لار له اوو ورځو راهيسې تړلې ده

د سپین بولدک لار له اوو ورځو راهيسې تړلې ده

May 11, 2017 - 15:56

کندهار (پژواک، ۲۱ غویی ۹۶): د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ټيمونو له خوا د سپین بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډفرضي کرښه د پرتو  دوو کلیو (لقمان او جهانګیر) د ملکیت معلومولو څېړنې بشپړې شوي، خو پایلې یې لا نه دي اعلان شوي.

دا د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند هغه سیمې دي چې پر سر یې تېره جمعې ورځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه.

له همدې امله د سپین بولدک ټرانزیټي لار نن اوومه ورځ هم- چې ویل کېدل نن به یوازې د ناروغانو پر مخ خلاصه شي- د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې ده.

بل خوا د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي کمېسیون یو پلاوی د دغې جرګې د غړي هاشم الکوزي په مشرۍ همدا نن کندهار ولایت ته راغلی او غواړي دوی هم د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه شوې لانجه وڅېړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دغويي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپین بولدک په صفري برخه کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ په هغو دوو غونډو کې چې د اوونۍ په سر کې جوړې شوې وې، پرېکړه شوې وه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به راځي او موضوع به څېړي.

هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ټیمونو تېره ورځ خپلې څېړنې بشپړې کړي دي، خو پایلې یې لا نه دي اعلان شوي.

دی وايي، د دغو څېړنو پایلې د کابل او اسلام اباد له خوا اعلانېږي خو ده یې د اعلانولو د وخت په اړه معلومات نه لرل.

د ده په خبره، د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي، خو د دواړو لورو تر منځ شوی اوربند ټینګ دی او بیا جګړه نه ده شوې.

ده ویل، د سپین بولدک لار لا هم د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې ده او تر اوسه خلاصه شوې نه ده.

خپلواک دا هم وویل چې همدا نن له مرکز کابل څخه د مشرانو جرګې د غړي هاشم الکوزي په مشرۍ یو پلاوی هم راغلی چې سپین بولدک ولسوالۍ ته به لاړ شي او دوی به هم موضوع وڅېړي.

داسې خبرونه وو چې ګواکې نن به د سپین بولدک لار یوازې د ناروغانو پر مخ خلاصه شي، خو نن په اوومه ورځ هم دا لار تړلې ده.

د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هم داسې خبر تر لاسه کړی و چې پاکستاني لوری به نن دغه لار د ناروغانو پر مخ خلاصه کړي.

خو دی وايي، دا دی ورځ له نیمايي تېره شوې، تر اوسه هیچا ته پر دغه لار د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سپین بولدک د موضوع د څېړلو په موخه د راغلي پلاوي مشر هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د جرګې د دفاعي او داخلي کمېسیون پلاوی باید د سپین بولدک د موضوع د څېړلو لپاره کندهار  ته لاړ شي.

ده زیاته کړه، د همدې پرېکړې پر بنسټ کندهار ته راغلی او همدا اوس د وسله وال پوځ د بېلابېلو ارګانونو له مسوولینو سره یو ځای په سپین بولدک ولسوالۍ کې دي.

دی وايي، پلاوی به د سپین بولدک د لقمان او جهانګیر سیمو تر څنګ د هغو سرتېرو له کورنیو سره چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره یې قرباني ورکړې له نژدې وګوري او په جګړه کې د ټپي شوو سرتېرو او ملکي وګړو پوښتنه وکړي.

د ده په خبره، پلاوی به هم موضوع څېړي او پایلې به یې د رسنیو تر څنګ له مرکزي ادارې سره شریکوي.

دی وايي، غواړي دغه موضوع د خبرو له لارې حل شي، ځکه افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي.

په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ تېره جمعې ورځ له هغه وروسته نښته وشوه چې پاکستاني مامورین له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د افغانستان په خاوره کې يې سرشمېرنه کوله.

چاروکي وايي، جګړه پاکستانيو ځواکونو پيل کړې او د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو یې د سپکو او درنو وسلو انداختونه وکړل.

د دواړو لورو تر منځ جګړې یوولس ساعته دوام وکړ چې په کې څلور سرحدي سرتیري او یوه مېرمن وژل شوي او د ۱۴ سرتیرو په ګډون ۳۷ تنه ټپیان شول. په جګړه کې پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د همدې لانجې له امله له هماغې ورځې راهیسې د سپین بولدک لار تړلې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې سوداګرۍ ته دروند زیان اړولی او هغه خلک هم له ستونزو سره مخ دي چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.

د یادونې ده چې پر لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement