د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان ځواکونو يو بهرنۍ مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغورله

افغان ځواکونو يو بهرنۍ مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغورله

May 13, 2017 - 18:47

جلال اباد (پژواک، ۲۳ غويی ٩۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي  چې د ملي اردو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لاره يوه بهرنۍ مېرمن د تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ د کابل – جلال اباد پر لويه لاره سروبي سيمه کې د يوې بهرنۍ ادارې ښځينه کار کوونکې موټر چلونکي له موټره ښکته کړې او هڅه يې کوله چې پيسې او ځينې نور توکي ترې وتښتوي.

هغه زياته کړه، د پېښې ځای ته په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو ځواکونوله رسېدو سره موټر چلونکی تښتېدلی او ملي اردو ياده ښځه په کابل کې خپلې ادارې ته سپارلې.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ياده ښځه د سياحت په موخه په يوازې ځان له کابل څخه جلال اباد ته پر  لاره وه  چې له يادې پېښې سره مخ شوه.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement