د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوړ لګښت ودونو د پېغلو او ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

د لوړ لګښت ودونو د پېغلو او ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

May 15, 2017 - 16:16

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ٩۶): په ننګرهار کې مدني ټولنو، د بشر حقونو کمېسيون او د ښځو چارو رياست د يو کنفرانس پر مهال په ودونو کې د لوړو لګښتونو د کمېدو غوښتنه وکړه.

دوی دا څرګندونې (په ودونو کې د زیات لګښت د مخنيوي کنفرانس) پر مهال وکړې او اندېښنه يې وښوده چې د لوړو لګښتونو ودونو د پېغلو او ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هم يې تر واده وروسته د مېرمنو ژوند له کړاوونو ډک کړی دی.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د غويي په ۲۵مه د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک ته وويل چې دغه کنفرانس د ښځو چارو وزارت په لارښوونه پيل شوی، درې ورځې به دوام کوي او په کې به مدني ټولنې، د بشري حقونو مدافعين او ديني عالمان په ودونو کې د لګښتونو د کمولو پر لارو چارو بحث کوي.

نوموړې زياته کړه چې په ودونو کې لوړو لګښتونو ډېرې ستونزې رامنځته کړې چې تر ټولو مهمه يې د لوړ ولور اخيستونکو ودونو وروسته د مېرمنو د ژوند تريخوالی دی.

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي پژواک ته وويل چې په ودونو کې لوړو لګښتونو او لوړ ولور اخيستو د پېغلو او ځوانانو د ژوند له ستونزمن کولو سره سره هغه مېرمنې هم په ستونزو کې ښکېلې کړې چې پلرنۍ يې لوړ ولور اخیستی وي.

نوموړې وايي، همدغو ستونزو ګڼې مېرمنې د يوازې والي او د تاوتريخوالي له ډک ژوند سره مخ کړې او حتی کله نا کله يې ژوند د مرګ او يا هم طلاق اخيستو تر بريده رسېږي.

دې پر کورنيو غږ وکړ چې په ودونو کې له لوړو لګښتونو تېر شي او بايد ودونه هغه ډول وکړي، چې په راتلونکي کې يې د اولادونو ژوند له خطر سره مخ نه شي.

په ننګرهار کې د افغان ښځو شبکې مشر خان اقا غرمل نيوکه درلوده چې په ودونو کې لوړ لښګتونه تر ډېره مېرمنې کوي او حتی هغه جامې چې يو ځل یې کوم واده کې اغوستې وي، دویم ځل يې نه اغوندي.

نوموړي وويل، دا هغه ستونزه ده چې له امله يې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه: ((که يوه جوړه کالي په ۲۰۰۰ کلدارې هم شي او کور کې پنځه مېرمنې وي؛ نو د يو واده يوازې دا مصرف د يوې کورنۍ لپاره لس زره روپۍ کېږي.))

د ياد کنفرانس ګډونوال په دې اند دي چې په ودونو کې لوړو لګښتونو د پېغلو او ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او پر کورنيو يې غږ وکړ چې بايد لوړو لګښتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکې پېغله ملېحه وايي، هغه پېغلې ډېری په کور زړې شوې چې يا يې پلار لوړ ولور اخلي او يا هم د هلک له کورنۍ د لوړو لګښتونو غوښتنه کوي.

ملېحې غوښتنه وکړه چې بايد کورنۍ د لوړو لګښتونو او لوړ ولور پر ځای مناسب ولور او لګښتونه وکړي، څو د اولادونو ژوند يې ستونزمن نه شي.

دغه راز د وحيدالله دانش په نوم د کنفرانس يوه ځوان ګډونوال وويل چې د ودونو لوړو لګښتونو له امله ګڼ ځوانان په غير قانوني لارو له هېواده مهاجرت ته اړ شوي چې زياتره يې د سمندر د اوبو خوراک شوي دي.

ديني عالمان وايي چې په اسلام کې له اسراف کولو منع راغلې او د ودونو پر مهال د لوړو لګښتونو هېڅ جواز نه دی موجود.

په کنفرانس کې برخه اخيستونکی ديني عالم او د حج او اوقافو رياست استازي مولوي محبوب الرحمن وويل: ((پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يو اصحابي وويل چې ما نکاح وکړه، هغه ورته وفرمايل چې وليمه دې کړې؛ نو ويې ويل چې نه، هغه ورته په ځواب کې وويل، چې وليمه ورکړه، که يو پسه هم وي.))

دی پر کورنيو غږ کوي چې د رواجونو پر ځای دې شرعي احکامو ته مخه کړي او د ټولو کورنيو ستونزو د حل لپاره دې په ودونو کې د لوړو لګښتونو مخه ونيسي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement