د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د خوراکي توکو مسرتوته د زیانمنونکو افغانانو اړتیاوو پوره کولوپه موخه ۲۰ میلیونه ډالره چمتو کړل

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د خوراکي توکو مسرتوته د زیانمنونکو افغانانو اړتیاوو پوره کولوپه موخه ۲۰ میلیونه ډالره چمتو کړل

May 17, 2017 - 19:45

کابل، افغانستان –د افغانستان خورا زیانمنونکي وکړي به د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې(USAIDinfo-icon) د مرستو په مټ د خوراکي توکو برخې کې د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د روان کال د مي میاشتې په ۱۰مې نېټې د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام(UNWFP) د اوږد مهاله مرستو او ژغورنې ماموریت(PRRO) ته د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر ورکړې اعلان وکړ. د اوږد مهاله مرستو او ژغورنې ماموریت د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه په ۲۵۰ ولسوالیو کې د ۳.۴ میلیونه زیانمنونکو افغانانو خوړو او تغذیې حالت ښه کولو په موخه رامنځته شوی دی.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې دغه مرسته د شخړو له امله بیځایه شویو، هیواد ته بیرته ستنه شویو او د طبیعي ناورینونو او اقتصادي فشار له امله زیانمن شویو کسانو د خوړو او تغذیوې اړتیاوو پوره کولو په موخه تر سره شوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام تر ټولو لویه مرستندویه (ډونره) اداره ده. د ۲۰۱۷ مالي کال د پیل راهیسې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خوراکي توکو او تغذیې بیړنیو ماموریتونو ته ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره چمتو کړي دي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سرپرست رئیسې کاترین ستیوینز په دي اړه وویل «د دغې نغدي مرستې په مټ، د خوړو نړیوال پروګرام کولای شي چې د سیمه‌ایزو سوداګرو څخه د غنمواوړه و پېري چې د دي لارې به خوراکي توکو ته د خورا زیانمنونکو کسانو اړیتاوو پوره کولو ترڅنګ سیمه‌ایز اقتصاد پیاوړی کړي.» هغې زیاته کړه «د امریکا نړیواله پراختیایي اداره، د خوړو نړیوال پروګرام او د افغانستان حکومت په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ سره مبارزې ته ژمن دي.»

سربیره پر دي، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د ملګرو ملتونو او د نا دولتي بنسټونو ۱۵ شریکو غاړو او د ناورینونو مدیریت او بشري چارو لپاره د افغانستان حکومت اړوند وزارت سره کار کوي ترڅو د پیچلو بیړنیو حالاتو له امله زیانمن شویو زیانمنونکو افغانانو ته فوري مرستې چمتو کړي. د ۲۰۱۷ مالي کال د پیل راهیسې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د بشري مرستو دفتر د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالۍ، سرپناه او خوړو، غیر خوراکي توکو، روغتیايي او تغذیوې مرستو برخو کې د شخړو او د طبیعي ناورینونو له امله په هیواد کې دننه بیځایه شویو او هیواد ته بیرته ستنه شویو بیړنیو اړتیاوو لپاره د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروګرام جوړونه کړي.

###

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردوډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین،یو دیموکراتیک او ځواکمن دولتچې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement