د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ختيځ زون قومي مخورو د ولسونو يووالي او رواني جګړې سره پر مبارزې ټينګار وکړ

د ختيځ زون قومي مخورو د ولسونو يووالي او رواني جګړې سره پر مبارزې ټينګار وکړ

May 21, 2017 - 18:57

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ٩۶): د ختيځ زون قومي مشرانو د يوې غونډې پرمهال د ولسونو د یووالي او رواني جګړې سره د مبارزې ژمنه وکړه او دغه راز به له همدې لارې د حکومت او ولس ترمنځ واټن کموي.

دا قومي مشران د غويي په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون د ولسونو پيوستون جرګې په نوم په يوه ستره غونډه کې د سولې، رسنيو او ښې حکومتولۍ ادارې له لوري رابلل شوي وو.

د غونډې د رابلونکې ادارې مشر احمد کمیل خبریالانو ته وویل، د دغه شان غونډو له لارې غواړي د خلکو او حکومت تر منځ فاصلې رالنډې کړي، سیمه ییز مشارک عام کړي او همدا شان خلک د روانې جګړې سره د مبارزې لپاره وهڅوي.

هغه رواني جګړه د ټوپک له جګړې هم خطرناکه وبلله او ویې ویل، د ټولنې یوه لویه برخه د همدې جګړې قرباني کېږي.

نوموړی وايي:((له مرکزي حکومت او امنیت شورا نه غواړو چې هر څومره ژر دې د روانې جګړې سره د مبارزې ستراتيژي چې خوشبختانه د سولې انستیتیوت یې مسوده جوړه کړې ده او امنیت شورا ته یې سپارلې ده، خو تر اوسه نه ده تدوین شوې، هر څومره چې ژر کېږي دا کار باید وشي، چې د روانې جګړې سره مبارزه د حکومت او هم د خلکو له خوا په منظم ډول تر سره شي.))

د ختيځ زون د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ په دې اند دی، چې اوس مهال په افغانستان او خاصتاً ختیځ کې د روانې جګړې اور تر پخوا تود شوی او همدا لامل دی چې ګڼ زلمي او ان کوچنیان د حکومت د مخالفو وسله والو په لیکو کې جګړې ته تیار شوي دي.

هغه هيله وښودله، چې جوړه شوې جرګه به د سولې او پخلاینې سره سره د هېواد د پولو د ساتنې لپاره په ولسي کچه کمپاین کوي.

جرګې د شل ماده ييز پرېکړه لیک په لوستلو سره د قومونو د یووالي، نورو زونونو ته د جرګې د پراخېدو او افراطیت پر ضد د مبارزې د ژمنتيا رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

که څه هم دغې غونډې ته د ختیځو ولایتونو والیان هم ور بلل شوي وو، څو خلک له چارواکو پوښتنې وکړي، خو یواځې د ننګرهار والي غونډې ته ورغلی و.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تر ډېره د سولې پر اهميت، د سولې په ټينګښت کې د قومي مخورو او ديني عالمانو پر رول او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه وويل: ((زموږ محبوب پيغمبر هم د منازعې پر مهال سوله او پخلاينه غوره بللې؛ نو راځئ، چې د همدې جرګې له لارې د سولې او امن په راوستو کې لا هڅې وکړو او هېواد ته تلپاتې سوله راولو.))

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement