د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

May 22, 2017 - 19:43

کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وايي، د کندهار د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

انجنير نصير احمد دراني دغه څرګندونې نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه کندهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

دراني وویل، د ارغنداب پر سیند د محافظوي دېوال جوړول د کندهار د خلکو لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده چې په بشپړېدو یې د دې ولسوالۍ ۳۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې او د انارو باغونه د سېلابونو له ګواښ او ویجاړېدو ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه د ارغنداب او نورو ګاونډیو ولسوالیو د اقتصاد او کرنې په وده کې مهم رول لري.

د ده په خبره، د ارغنداب سیند په اوږدو کې پر دواړو څنډو د ۳۱ کیلومتره په واټن د محافظوي دېوال د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې د اړوند وزارت په ۲۲،۳ میلیونه ډالره لګښت پیل شوي چې تر دې مهاله یې ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.

دی وايي، د دغې پروژې د بشپړېدو په لړ کې ۱۰۰ زره جریبه هغه ځمکې چې د سېلابونو په پایله کې ویجاړې شوې او په غیر کرنیزو ځمکو بدلې شوې وې، بېرته په کرنیزو ځمکو بدلې شي.

په دې پروژه کې نه یواځې د ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو ته کار موندل شوی، بلکې له ۱۰۰ زره ډېر خلک به یې له ګټو برخمن شي.

دراني وویل، تمه ده د روان ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه د دغې پروژې کارونه بشپړ شي.

له دې سره په څنګ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر هغه ۴ کیلومتره سړک هم پرانیست چې د کرنیزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون له عمومي سړک سره نښلوي.

د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

وزیر وویل، د دغه سړک پر جوړولو ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند وزارت له بودیجې ورکړل شوي دي.

نوموړي د یادو شوو پروژو له پرانیستې او لیدنې وروسته د کندهار له والي، پرمختیايي شوراګانو له مشرانو او مخورو سره هم ولیدل.

دراني وویل، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت توانېدلی چې په دې ولایت کې د خلکو له غوښتنې سره سم ډېرې پروژې پلي کړي.

هغه زیاته کړه: ((دا مهال په کندهار کې د سړک، د څښلو د پاکو اوبو او ابیارۍ په برخه کې د ۲۳،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۹ پروژې زوانې دي چې د روان ۱۳۹۶ مالي کال تر پایه به بشپړې شي.))

نوموړی دغه راز یادونه وکړه چې ۴۸ نورې پروژې دا مهال تر سروې، ډیزاین او تدارکاتو لاندې دي چې په دې ولایت کې پلي کېږي.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا له وزیر څخه وغوښتل چې په ولسوالیو کې دې د سړکونو، ابیارۍ، د څښلو د پاکو اوبو او نورو پرمختیايي پروژې پلي شي چې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې دي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو بیا پر ارغنداب سیند د محافظوي دېوال پر جوړولو خوښي ښيي، خو له حکومت څخه د دغه دېوال د نور غځېدا غوښتنه کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عبدالظاهر پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال پر ارغنداب سيند محافظوي دېوال د ٣١ کيلومتره په اوږدوالي له سر بند څخه تر باباولي سيمې پورې جوړېږي، خو دا دېوال بايد تر باغ پُل سيمې پورې وغځول شي.

د نوموړي په وينا، په دې توګه به سيند ته مسير هم ورکړاى شي او د ټولو خلکو باغونه او ځمکې به د اوبو له زيانه وژغورل شي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته دې د محافظوي دېوال د دويم پړاو کار هم پيل کړي چې باباولي زيارت څخه تر باغ پُل پورې غځېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement