د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپین بولد شخړې د هواري لپاره د سوداګرو کمېټه جوړېږي

د سپین بولد شخړې د هواري لپاره د سوداګرو کمېټه جوړېږي

May 24, 2017 - 15:33

کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۶): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د سپین بولدک لارې پر سر د ستونزو د هواري په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډه کمېټه جوړوي.

په دې اړه نن (د غبرګولي ۳مه) د کندهار په سوداګرۍ خونه کې خبري غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر، ګڼ شمېر سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي یونس مومند په کې ګډون کړی و.

حاجي نصرالله زهیر وویل، له تېرو څو اوونیو راهیسې چې پاکستان د سپین بولدک لار تړلې ده، سوداګرو له حکومت سره په ورځو ورځو خبرې کړې او له هغوی یې غوښتې چې د دې لارې واک سوداګرو او ولس ته ورکړای شي.

ده زیاته کړه، له ښه مرغه حکومت د هغوی دا غوښتنه منلې او په همدغه بنسټ یې پرېکړه کړې چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه جوړه شي او د لارې پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ را ولاړېدونکو کشالو ته حل لار ومومي.

د ده په خبره، د دې کمېټې د جوړولو مهمه موخه دا ده چې تجارت له سیاست څخه بېل شي.

دی وايي، په دې اړه د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې له سوداګرۍ خونې او سوداګرو سره اړیکې نیول شوي او هغوی یې هم هرکلی کړی دی.

زهیر زیاتوي، د لارې بندېدا نه یوازې د کرښې په دواړو غاړو کې پروت ولس او سوداګرو ته زیان اړوي، بلکې دواړو حکومتونو ته هم درانه زیانونه اړوي.

د ده په خبره اوس مهال د لارې بندېدا ډېر تاوان پاکستان ته اوړي ځکه د دغه هېواد د مېوو او نورو توکو د صادراتو وخت دی او د افغانستان له لورې د مېوو صادراتو ته لا وخت شته.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند وویل چې تر ۲۰۱۵ زېږدیز کال پورې پاکستان افغانستان ته د ۲،۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت او افغانستان پاکستان ته د ۲ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل.

خو دی وايي چې د پاکستان له لوري د ټرانزيټي ستونزو او په وار وار د لارې د بندېدا له امله افغانستان ته د پاکستان د صاداراتو کچه ۱،۵ میلیارده ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډیان نه، بلکې دوه سوداګریز شریکان هم دي چې د لارې بندېدا او نورې ټرانزیټي ستونزې هم دواړو هېوادونو ته زیان اړوي.

مومند له پاکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د خپل یوه پیاوړي سوداګریز ملګري په توګه وګوري.

ده وویل، پاکستان له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې د سپین بولدک لار تړلې ده، په داسې حال کې چې پاکستان د اپټا تړون له مخې حق نه لري له کوم دلیل پرته تجارتي لار وتړي.

نوموړي دا یادونه هم وکړه چې پاکستاني لوري ادعا کوله چې ګواکې لار افغان لوري تړلې، له همدې امله دوی له افغان لوري سره خبرې وکړې خو هغوی رد کړه چې ګواکې لار د دوی له خوا تړل شوې ده.

دی وايي، ټاکل شوې وه د سپین بولدک لار نن خلاصه شي، خو پاکستان بیا هم دا لار بنده کړې ده.

مومند زیاته کړه: ((پاکستان له هند سره ډېرې ستونزې لري، خو کله یې له هغوی سره خپله لار نه ده تړلې، موږ نه پوهېږو چې پاکستان ولې په یوه او بله بهانه په وار وار له افغانستان سره لارې تړي؟))

ده هم وویل چې ټاکل شوې ده د لارې پر سر د را ولاړو شوو ستونزو د هواري په موخه د کندهار، سپین بولدک، چمن او کویټې د سوداګرۍ خونو او سوداګرو یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې وخت په وخت به خپل منځي غونډې کوي او د ستونزو مخنیوی به کوي.

مومند زیاته کړه، افغان سوداګر د سوداګرۍ لپاره نورې لارې هم لري خو د کراچي بندر لار نژدې او ارزانه ده.

خو دی وايي چې د ترانزيټي ستونزو له امله دغلته د افغان سوداګرو مالونه په اوونیو او ان میاشتو ځنډېږي چې هم ورباندې ډیمرچ راځي او هم ډېر مهال د توکو کیفیت ته زیان رسېږي.

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې لار خلاصه کړي که خلاصه نه شي نو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان اوړي.

په دې خبري غونډه کې یو شمېر سوداګرو هم د لارې پر ژر خلاصولو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دغې ستونزې ته دې دایمي حل ولټول شي.

د غونډې په وروستیو کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې تجارت د ولسونو او سیاست د حکومتونو کار دی، حکومتونه د ولس په رایو راځي، په همدې بنسټ حکومتونه مکلف دي چې د خپلو ولسونو د روا ګټو ساتنه وکړي او تجارت د سیاست قرباني نه کړي.

دغه راز یادونه شوې وه چې په تېرو کلونو کې تل په یوه او بله بهانه سوداګریزې لارې د خلکو پر مخ تړل کېږي چې دا له ولس سره د حکومتونو ستره جفا ده.

د پرېکړه لیک له مخې، افغان لوري د لارې د خلاصولو واک سوداګرو ته سپارلی، پاکستاني لوری هم باید دا کار وکړي څو د لارې واک له ولس سره پاتې شي او هيڅکله بنده نه شي.

په پرېکړه لیک کې له پاکستاني لوري غوښتل شوي وو چې همدا نن د سپین بولدک لار پرانیزي او په دې برخه کې دې د دغه هېواد سوداګر او ولس پر خپل حکومت فشار راوړي.

د یادونې ده چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د سپین بولدک- چمن لار له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې بنده ده.

دغه لار د غويي میاشتې په ۱۵مه له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستان لوري تر منځ د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې د سرشمېرنې پر سر نښته وشوه.

پاکستان غوښتل په یادو شوو دوو کلیو کې چې د افغانستان خاوره ده، سر شمېرنه وکړي.

د دواړو لورو تر منځ په جګړه لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د لارې د پرانیستلو پر سر د دواړو لورو تر منځ څو ځلې ناستې هم وشوې خو له اوربند ور ها خوا په نورو برخو کې بې پایلې وې.

پر دغه لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement