د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په پنجوايي کې د انارو د باغونو او ویالو اته پروژې بشپړې او پرانیستل شوې

د کندهار په پنجوايي کې د انارو د باغونو او ویالو اته پروژې بشپړې او پرانیستل شوې

May 25, 2017 - 11:07

کندهار (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر ۱۷۵ جریبه ځمکه د انارو باغونه جوړ شول او ۷ ویالې ورغول شوې.

د باغونو او ویالو بشپړې شوې یادې پروژې د کندهار د والي تورن جنرال زلمي ویسا له خوا پرانیستل شوې.

نوموړي وویل، د انارو د باغونو جوړولو او ویالو د رغولو د پروژو چارې د فوډ زون پروګرام له خوا د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د انارو د باغونو پر جوړولو ۷۱ زره ډالر او د ویالو پر رغولو ۹۵۷ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

د ويسا په خبره، له دغو پروژو سره به په پنجوايي کې کرنه وده وکړي او د اوبو د عادلانه وېش ستونزه به حل شي.

نوموړي له خلکو سره ژمنه وکړه چې په دې ولسوالي کې د کرنې، پوهنې او روغتیا په برخو کې ورته نورې پروژې عملي کوي او خدمات به ډېروي.

والي د ولسوالۍ امنیتي وضعیت تر پخوا ښه وګاڼه او له خلکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دی وايي، د کندهار ولایتي اداره به په هغو ولسوالیو کې چې خلک یې د امنیت په تامین کې مرسته کوي ډېرې پرمختیايي پروژې پلي کړي.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل چې په دې ولسوالۍ کې یې د خلکو په غوښتنه ۱۵ ژورې څاګانې او ۱۵ ممیز خونې جوړې کړي او د نورو ورته پروژو د عملي کولو پلان هم لري.

دغه راز د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمد الله فیضي وویل، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې ۵ روغتیايي مرکزونه لري چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو ده یادونه وکړه چې په نژدې وخت کې به ۲ نورو روغتیايي مرکزونه هم جوړ او پرانیزي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده.

د یادې شوې ولسوالۍ په ګډون د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د فوډ زون پروګرام د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه شاوخوا دوه کاله وړاندې پيل شوى چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAIDinfo-icon له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي.

د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement