د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ښاريان د خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

د جلال اباد ښاريان د خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

May 31, 2017 - 15:32

جلال اباد (پژواک، ۱۰ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي چې د روژې له پيل سره سم په دغه ښار کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې او نيوکه کوي چې جلال اباد ښاروالۍ يې هېڅ غم نه دی خوړلی.

ښاريان وايي، هغه څه چي پخوا به يې په کومه بيه ترلاسه کول، اوس يې تر هغې څو برابره په لوړه بيه رانيسي؛ خو د خوراکي توکو پلورونکي د نرخونو لوړېدل د ځان نه، بلکې په پورته کچه د سوداګرو پرېکړه ګڼي.

په جلال اباد ښار کې معمول راکړه ورکړه د افغانيو پر ځای پر پاکستانۍ کلدارو کېږي، ښاريان شکايت کوي چې د روژې په مياشت کې په ښار کې د هر ډول توکو بيې څو چنده لوړېږي او د روژې په پيل سره دا دی د خوراکي توکو په بيو کې د دوی په خبره زيات توپير راغلی دی.

جلال اباد ښاروالۍ که څه هم په ښار کې د خوراکي توکو د نرخونو لوړوالی مني؛ خو وايي هڅې يې پيل کړې چې دغه چاره مهار کړي.

جلال اباد ښار د وچ ډنډ سيمې يوه دوکاندار سازولي پژواک ته وويل چې د اوړو، غوړيو او بورې بيې۵۰-۵۰ کلدارې لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((له روژې مخکې ۴۸ کيلويي تاجکي اوړه په ۲۰۰۰ کلدارې وو، اوس يې په ۲۰۵۰ کلدارې خرڅوو، بوره من ۳۵۰ وه اوس ۴۰۰ شوې او يو لس ليټره غوړي په ۱۱۵۰ کلدارې و اوس ۱۲۰۰ کلدارې شوي .))

دغه راز د تلاشۍ چوک يوه سبزي پلورنکي وويل چې د الوګانو، پيازو او روميانو په بيو کې هم لوړوالی راغلی دی.

دی وايي، تر روژې وړاندې د روميانو يو من په ۳۰۰ کلدارې و خو اوس په ۴۰۰ افغانۍ خرڅېږي، الوګان من له ۲۰۰ څخه ۲۸۰ ته پورته شوي او پياز بيا ۱۵۰ تر دوه سوه کلدارې پورته تللي دي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي احمدالله پژواک اژانس ته وويل، که څه هم په نورو اسلامي هېوادونو کې د روژې په خاطر د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بيو کې ټیټوالی راځي؛ خو برعکس په ننګرهار کي د دې میاشتې په راتګ سره د خوراکي توکو بيې مخ پر لوړېدو دي.

هغه وويل: ((د روژې په اوله ورځ يخ کونده په ۹۰ کلدارې و؛ خو اوس ۱۳۰ کلدارو ته پورته شوی، يو بوتل روح افزا په ۱۵۰ کلدارې وه اوس په دوه سوه ده، داسې اچار درواخله، مربع، او نور غوړي، بوره، اوړه ټولو کې زيات فرق راغلی دی.))

سيد ولي چې د جلال اباد ښار په وچ ډنډ سيمه کې يې د کور لپاره خوراکي توکي اخيستل له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې نرخونه ډېر لوړ شوي او ښاروالۍ يې بايد په کنټرول کې اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((هره څه د اور په بيه دي، په خدای چې خپلې غريبۍ ته وګورو او دې لوړو نرخونو ته نو وايم چې په نهاره روژې ونيسو، د دې مسلمانانو د لاسه خو موږ غريبانان څه ښه نه شو خوړلی.))

په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو پلورونکي هم مني چي د خوراکي توکو بيي لوړي شوي؛ خو دوي د خوراکي توکو د بیو په لوړولو کي خپل ځان ګرم نه بولي او د پړې ګوته لويو سوداګرو ته نيسي.

د اوړو، غوړيو، بورې او يو شمېر نورو خوراکي توکو د يو پلورنځي څښتن وفاګل پژواک ته وويل، کله چې دوی له لويو سوداګرو سودا اخلي؛ نو هغوی نرخونه لوړوي؛ ځکه يې دوی هم په لوړه بيه پلوري.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین هم مني چې په ښار کې پر خپل سر خوراکي توکو بيې لوړې شوې او له هغو نرخپاڼو سرغړونه کېږي چې دوی يې دوکاندارانو ته ورکوي.

د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې سرپرست امر عبيد اغا پژواک اژانس ته وويل چې دوی وخت ناوخت خپلې بررسۍ کوي؛ خو ځکه نه کنټرولېږي چې لوی سوداګر يې دوکاندارانو ته په لوړه بيه ورکوي.

د افغانستان د مزدورانو او خواريکښو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل وايي چې په روژه کې د نرخونو لوړوالی د افغانستان په څېر له ۹۰ سلنې د لوړ فقر لرونکو وګړو هواد کې له حده زيات ظلم دی.

نوموړي وويل، د نرخونو دا لوړوالی به د هغو خواريکښو او مزدورانو په دسترخوان د روژه ماتي پر مهال د خوراکي توکو د کمښت سبب وګرځي چې په ډېرې خوارۍ د لږ مزد اخيستونکي دي.

ده پر سوداګرو او دولت غږ وکړ چې د خوراکي توکو بيې کنټرول کړي، کنه خواريکښ به له سختو غبرګونو سره به مخ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement