د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ارګ: لاريون کوونکي دې له ځوانانو ناوړه ګټه اخيستونکو ته اجازه نه ورکوي

ارګ: لاريون کوونکي دې له ځوانانو ناوړه ګټه اخيستونکو ته اجازه نه ورکوي

Jun 02, 2017 - 16:49

 کابل(پژواک، ١۲ غبرګولى ٩٦): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې لاريون د خلکو حق دى او دوى سوله ييز لاريونونو ته درناوى لري، خو لاريون کوونکي دې هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ددوى له دې حرکت څخه ناوړه ګټه پورته کړي .

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د غبرګولي په ١٢مه  پژواک اژانس ته رالېږل شوې .

خبرپاڼه زياتوي (( دولت باور لري چې ددوى او د خلکو درد ګډ دى او په ټول قوت د ولس درد، درک کوي. زموږ ښار څو ورځې مخکې د يوې خونړۍ پېښې شاهد و، چې ددې پېښې غم شريکي يوې ارامې فضا ته اړتيا لري او دښمن په کمين کې ناست دى چې زموږ خلکو ته زيان ورسوي .))      

ولسمشر زياته کړه چې لاريون د هر هېوادوال حق دى او امنيتي ځواکونه مکلف دي چې په صبر ، زغم او مسلکي توګه له لاريون کوونکو سره کړنه وکړي .

 سرچينه وايي (( لاريون کوونکي دې سو استفاده کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې مدني حرکت له خنډ سره مخ کړي او د تاوتريخوالي په رامنځته کېدو سره د خپل ځان لپاره د سو استفادې لپاره زمينه مساعده کړي .))

 حکومت د لاريون کوونکو له مشرانو غوښتنه کړې چې لاريون د قانون مطابق او د عامه ګټو مطابق مديرت کړي او له لاريون کوونکو يې هم غوښتنه کړې چې خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي چې څو ورته مناسبه د حل لاره پيدا شي .

 سرچينې زياته کړې چې خلک په قوي درک په مدني حرکتونو لاس پورې کوي او هغه کسان بيا جلا دي چې د تاوتريخوالي ته لمن وهي او عام نظم ګډوډ کوي او هغوى ته بايد اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو له احساساتو په خپله ګټه  استفاده وکړي .

 ارګ ويلي له هغو رسنيو چې ددغه ډول حرکتونو غږ په بې پلوۍ تر خلکو رسوي مننه کوي خو هغه رسنۍ چې په دې شرايطو کې بې ځايه د خلکو له احساساتو ګټه اخلي ، مخنيوى دي وکړي .

سرچينه وايي چې حکومت ځان ژمن بولي چې د خلکو غږ واوري او رسېدنه ورته وشي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement