د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عربستان پادشاه د کابل بريد وغانده

د عربستان پادشاه د کابل بريد وغانده

Jun 02, 2017 - 11:19

کابل(پژواک، ١۲ غبرګولى ٩٦): د عربستان پادشاه او ددغه هېواد د يو شمېر نورو چارواکو ترڅنګ د اماراتو وليعهد هم د کابل ښار وروستى بريد په سختو ټکو وغانده .

 د عربستان دولتي خبري اژانس (واس ) د معلوماتو له مخې، د عربستان پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزيز د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې .

 د عربستان پادشاه زياته کړې : ((په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کابل ښار په يوه ديپلوماتکيه سيمه کې يو زيات شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي، ددغه جنايتکاره کړنې د غندنې ترڅنګ د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان خلکو او حکومت ته وړاندې کوو.))

هغه زياته کړې (( زه د خپل ځان او عربستان د خلکو د خواخوږۍ مراتب د افغانستان خلکو او حکومت ته وړاندې کوو ، د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د الله پاک له درباره د اجر غوښتنه کوو  او دعا کوو چې د افغانستان خلک نور له دا ډول پېښو خلاص شي .

 دغه راز د ابوظبۍ وليعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان ددغې پېښې د غندنې ترڅنګ وايي چې امارات د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د ترهګرۍ پرضد د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي .   

 

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement