د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپین بولدک لارې پر سر افغان او پاکستاني لوري خبرې کړې

د سپین بولدک لارې پر سر افغان او پاکستاني لوري خبرې کړې

Jun 14, 2017 - 14:55

کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو مشرانو د سپین بولدک- چمن ترانزیټي لارې او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر شته ستونزو خبرې او لیده کاته کړي دي.

دغه ناسته وړمه ورځ د يوه روژه ماتي په لړ کې شوې چې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د پاکستاني لوري له خوا برابره شوې وه.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو د کمیسارۍ مشر سمونوال محمد شریف غرزي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې غونډه کې له افغان لوري د ده او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد انور انبیا او له پاکستاني لوري د هغوی د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال ندیم ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د دواړو لورو له خوا په همغږۍ او ګډ تفاهم د ستونزو پر هواري ټینګار وشو.

دی وايي، دواړو لورو د سپین بولدک اړوند د لقمان او جهانګیر پر سر له شوې جګړې وروسته د اوربند پر دوام ټینګار وکړ.

دغه راز ده وویل چې دواړه لوري پر دې هم هغږي وو چې د سپین بولدک- چمن لار به د ترانزیټ پر مخ پرانیستې وي او په دې اړه یو او بل ته ډاډ ورکړ شو.

غرزي زیاته کړه، افغان لوري د دې ناستې په لړ کې پاکستاني لوري ته د سپین بولدک اړوند په لقمان او جهانګیر کلیو کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د تازه تخطیو په اړه هم یادونه وکړه.

د ده په خبره، څو ورځې وړاندې په دغو سیمو کې پاکستاني لوري یو ځل بیا د وړاندې تګ هڅه کړې وه چې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی وو.

دی وايي، پاکستاني لوري ورسره ژمنه وکړه چې د افغان لوري اندېښنې او شکایتونه به له خپلو مرکزي چارواکو سره شریکوي.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې دواړه لوري به له کوچني اختر وروسته هم ورته ناسته کوي او شته ستونزو ته به حل لارې لټوي.

پر ډیورنډ فرضي کرښې د سپین بولدک- چمن لار د غويي میاشتې په ۱۵مه له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستان لوري تر منځ د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې د سرشمېرنې پر سر نښته وشوه.

پاکستان غوښتل په یادو دوو کلیو کې چې د افغانستان خاوره ده، سر شمېرنه وکړي.

د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو وروسته اوربند وشو چې تراوسه پر ځای دی.

په دغو دواړو سیمو کې لا هم سرحدي سرتېري ځای پر ځای دي او ستونزه یو مخ نه ده هواره شوې.

له همدې امله د سپین بولدک- چمن لار د ۲۳ ورځو لپاره تړلې وه چې د دواړو لورو له څو ځلې ناستو وروسته پرانیستل شوه.

پر دغه لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

د لارې بندېدو له امله هره ورځ د کرښې په دواړو غاړو کې پرتو خلکو او سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان اوښت.

په کندهار کې د لندې مېوې د سوداګر د ټولنې مشر حاجي ناني اغا وايي، د سپین بولدک لار د کرښې په دواړو غاړو کې د پرتو خلکو د ګټې وټې یواځینۍ سرچینه ده چې باید د سیاسي لانجو قرباني نه شي.

دی وايي: ((څه موده وروسته له دې غاړې د انګورو او نورو مېوو د صادراتو لړۍ پیلېږي او هره ورځ نږدې ۳ زره په مېوو بار موټرونه پر دې لار تېرېږي، نو له خپلو چارواکو مو هیله دا ده چې هوښیار سیاست وچلوي څو لاره پرانیستې پاتې شي او له هېواده د صادراتو لړۍ زیانمنه نه شي.))

څو اونۍ مخکې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو هم ویلي وو چې د سپین بولدک لارې پر سر د ستونزو د هواري په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډه کمېټه جوړوي.

د یادونې ده چې تر ۲۰۱۵ زېږدیز کال پورې پاکستان افغانستان ته د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت او افغانستان پاکستان ته د ۲ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل، خو د پاکستان له لوري د ټرانزيټي ستونزو او په وار وار د لارې د بندېدا له امله افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۱،۵ میلیارده ډالرو ته راټيټه شوې ده.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement