د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني ښار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Jun 14, 2017 - 11:24

غزني ښار- ښرنه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): په غزني ښار کې د ماين چاودنې مرګ ژوبله اړولې، بلخوا په پکتيکا کې د طالبانو تر منځ خپلمني نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى او يو ملکي کس وژل شوى دى.

د سيمې اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي پر بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي: ((کله چې رينجر موټر تېرېده، موادو چاودنه وکړه خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لرم.))

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپلمنځي نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک پژواک ته وويل چې نن سهار د سرروضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې د طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي او امکان لري چې بيا هم جګړه وشي.

په سرروضه کې د طالبانو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دغه نښته د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پخواني ولسوال شاهين او د نوو ورغلو طالبانو تر منځ شوې ده.

هغه وايي: ((د شاهين کسانو له خلکو پيسې ټولولې چې د دې نورو طالبانو له غبرګون سره مخ شول او جګړه شروع شوه.))

هغه هم وويل چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر دا هم وويل چې په مټاخان ولسوالۍ کې درې طالبان د ماين خښولو پر مهال وژل شوي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې دوه طالبان له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement