د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د ستونزو هواري لپاره پر خبرو ټینګار کړی

افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د ستونزو هواري لپاره پر خبرو ټینګار کړی

Jun 22, 2017 - 10:16

کندهار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو مسوولینو ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښې پر سر پېښېدونکې ستونزې به د خبرو او تفاهم له لارې هواروي.

دغه څرګندونې وړمه ورځ د روژه ماتې په هغې غونډه کې وشوې چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا برابر شوی و.

په دې غونډه کې د دواړو لورو یو شمېر نظامي مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو د کمېسارۍ مشر سمونوال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې روژه ماتي کې له افغان لوري د ده په ګډون د سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد انور انبيا، د سپین بولدک ولسوال حاجي سیدعلي، قومي مشر او د ولایتي شورا غړي حاجي فدا محمد خان او له پاکستاني لوري د هغوی د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال ندیم، کمېشنر ناصر او نورو ګډون درلود.

ده زیاته کړه، د روژه ماتې دغه غونډه د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا له هغه وروسته جوړه شوه چې څو ورځې وړاندې د پاکستان سرحدي ځواکونو هم په ورته توګه روژه ماتی او غونډه جوړه کړې وه.

د پاکستان د سرحدي لوا قوماندان جنرال ندیم وویل، هغوی په دې ډېر افسوس کوي چې څه موده وړاندې د لقمان او جهانګیر کلیو پر سر د ځینو غلط فهمیو له امله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه.

ده زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده چې دغسې مسایل د خبرو او له یو او بل سره د تفاهم له لارې حل کړي، ځکه دواړو غاړو ته یو خلک اوسي او زیان یې یو دی.

ده وویل: ((له هغه وروسته چې څو ورځې مخکې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ لومړۍ ناسته وشوه، موږ خپل ځواکونه د سپین بولدک له لقمان او جهانګیر کلیو څخه ایستلي دي او دغلته مو خپل کارونه درولي دي.))

د نوموړي په خبره، تر هغه مهاله چې د یادو کلیو په اړه د کابل او اسلام اباد پرېکړه معلومېږي، د دواړو لورو ترمنځ به اوربند وي او ستونزې به د جګړې پر ځای د خبرو له لارې هوارېږي.

له افغان لوري د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد انور انبیا وویل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تل ستونزې زېږي، په کار ده د دوه اړخیزو خبرو اترو او د مشرانو د جرګو مرکو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: ((موږ باید د دوو ښو ګاونډیو په توګه د یو او بل په خوا کې ژوند وکړو، تاسې زموږ دښمن ته ځای مه ورکوئ، موږ ستاسې دښمن ته ځای نه ورکوو.))

د کندهار په ولایتي شورا کې د سپین بولدک د خلکو استازي حاجي فدا محمد خان هم د ستونزو پر مهال پر تفاهم ټینګار وکړ.

هغه وویل، له بده مرغه چې تل د ډېرو کوچنیو غلط فهمیو له امله د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو خلکو او سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دغسې مسایل دې نور د دواړو لورو د خلکو د مشرانو له خوا د خبرو له لارې هوارېږي.

ده دغه راز له پاکستاني لوري وغوښتل شول چې خلک دې د تګ راتګ پر مهال نه ځورول کېږي او نور دې کله هم په یوه او بله پلمه لار نه تړل کېږي.

د سپین بولدک ولسوال حاجي سیدعلي بیا له پاکستاني لوري وغوښتل چې د څه مودې لپاره دې د یکشنبې ورځۍ رخصتۍ ختمې کړي، څو د افغان سوداګرو مالونه چې د کرښې په هغې غاړه کې بند پاتې دي افغانستان ته راشي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو موافقه وکړه چې په همغږۍ او ګډ تفاهم به ستونزې حل کوي او خلکو ته به اسانتیاوې برابروي.

پر ډیورنډ فرضي کرښې د سپین بولدک- چمن لار د غويي میاشتې په ۱۵مه له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستان لوري ترمنځ د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې د سر شمېرنې پر سر نښته وشوه.

پاکستان غوښتل په یادو دوو کلیو کې چې د افغانستان خاوره ده، سر شمېرنه وکړي.

د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو وروسته اوربند وشو چې تر اوسه پر ځای دی.

په دغو دواړو سیمو کې لا هم سرحدي سرتېري ځای پر ځای دي او ستونزه یو مخ نه ده هواره شوې.

له همدې امله د سپین بولدک- چمن لار د ۲۳ ورځو لپاره تړلې وه چې د دواړو لورو له څو ځلې ناستو وروسته پرانیستل شوه.

پر دې لار هره ورځ له ۲۵زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement